انرژۍ سکټور؛ ارزښت او پهکې شویو پرمختګونو ته کتنه
لیکوال: عبدالله ایمل
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د برېښنا د تولید له پاره پراخې سرچینې لري. په نړۍ کې د برېښنا د تولید له پاره په لومړۍ درجه کې اوبه او ور پسې په ترتیب سره د ډبرو سکاره، یورانیم، تیل او ګاز ځای لري. په افغانستان کې د دغو سرچینو له ډلې یوازې له اوبو څخه هغه هم په ډېره کمه پیمانه ګټه اخیستل شوې؛ خو پاتې نورې سرچینې بې ګټې پاتې دي. د څېړنو له مخې افغانستان کولای شي له اوبو څخه ۲۳زره میګاواټه، له لمر څخه ۲۲۳ زره میګاواټه، له باد څخه ۶۸ زره میګاواټه او له ګازو څخه ۶۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي. همدارنګه د نوې کېدونکې انرژۍ د نړیوال مرکز د شمېرو له مخې افغانستان په کال کې شاوخوا ۳۰۰ لمریزې ورځې لري، چې کولای شي په هر لس متر مربع کې یو کیلو واټ لمریزه انرژي تولید کړي. دا راز د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې موسمي بادونه د بادي برېښنا د تولید په برخه کې فرصت برابروي. د ځینې راپورونو پر بنسټ داسې هم ویل کېږي، چې افغانستان د لمریزې برېښنا له سرچینو څخه د څه باندې ۲۰۰ زره مېګاواټه او د باد له سرچینو څخه د ۶۸ زره مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
کمال خان بند: پر افغانستان د اسلامي امارت په بیاځلې واکمنېدو سره د یاد بند چارې نیمګړې پاتې وې، چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون یې د بشپړولو او له نږدې د کارونو لیدو په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ یو پلاوی ولېږه. یاد پلاوي د کمال خان بند هراړخیزه څېړنه او ارزونه ترسره کړه او د نهايي تصمیم نیونې په موخه یې خپل راپور د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړ. اقتصادي کمېسیون د راپور تر اورېدو او هراړخیزې ارزونې وروسته د لېږل شوي هیئت وړاندیزونه تایید او پرېکړه یې وکړه، چې د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې تر توشیح او منظورۍ وروسته به اړوند وزارتونه او ادارې د کمال خان بند د پاتې چارو د بشپړولو په موخه خپلې چارې ګړندۍ کړي، چې د بودیجې تر توشیح وروسته یې د درېیمې برخې کارونه پیل شوي او په منظم ډول مخ ته ځي. ټاکل شوې چې په نېږدې راتلونکي کې به د کمال خان بند د درېیمې برخې کارونه هم بشپړ شي.
بخش آباد بند: د بخش اباد بند له فراه رود څخه سرچینه اخلي او د افغانستان او ایران ترمنځ هامون ته بهېږي. د اوړي په موسم کې یې اوبه لږ او په وروستۍ برخه کې وچېږي، خو ژمی او پسرلی پرېمانه اوبه او سېلابونه لري. بخشاباد بند د هېواد په کچه یو له مهمو بندونو څخه دی چې د ذخیروي ظرفیت پر اساس تر کجکي بند وروسته د ډېرو اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
بخشآباد بند د فراه او شاوخوا ولایتونو د اوسېدونکو له اساسي او مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کیږي، ددغو سیمو اوسېدونکي د سطحي اوبو له جدي کمښت سره مخ دي چې له امله یې دوی اړ شوي ترڅو د تېرو څو کلونو راهیسې له ځمکې لاندې اوبو څخه د کرنې او څښاک په موخه استفاده وکړي؛ چې دا کار د اوبو په برخه کې د یوې بلې فاجعې لامل کېږي.
د موضوع اهمیت ته په کتو سره اقتصادي کمېسیون د فراه ولس ستونزو او د پراخو کرنیزو دښتو تر پوښښ لاندې راوستو په موخه یوې موظفې شوې کمېټې ته دنده ورکړه، څو له نږدې د یاد بند له چارو لیدنه وکړي، ټول اړخونه یې و ارزوي او د تصمیم نیونې په موخه خپل راپور اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
اقتصادي کمېسیون د راپور تر اورېدو او هراړخیزې ارزونې وروسته د لېږل شوي هیئت وړاندیزونه تایید کړل او د ۱۴۰۲ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۰مه نېټه د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبدالطیف منصور له لوري د بخش آباد بند د کانالونو جوړولو چارو د بیا پيل پرانیسته وشوه. محترم ملا صاحب بخش آباد بند د فراه ولسونو لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه یاده کړه او دغو ولسونو ته یې د بشپړولو ډاډ ورکړ.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د فراه ولسونو ته په خطاب کې وویل چې ستاسې ستونزو ته رسېدنه، د بخش اباد په څېر د لویو پروژو پرانیسته او بشپړول چې ستاسې اقتصاد ورسره ښه کېږي، دا زموږ مسوولیت دی او اسلامي امارت پوره هڅه کوي چې په دې برخه کې ستاسې ټولې اړتیاوې پوره کړي.
د بخش آباد بند له ښي لوري د ۵۰ کیلومتره او له چپ لوري د ۵۲ کیلومتره کانال په لرلو د ۶۸ زره او ۵۹۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو او همداراز د ۲۷ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري چې پیل شوې چارې به یې پر ټاکلې نېټه بشپړې شي.
چک بند: د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې پر اساس د ۱۴۰۲ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۸مه نېته د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د برېښنا بند پاتې چارې پیل شوې. د دې پروژې په بشپړېدو سره به ۳.۹ مېګاواټه برېښنا تولید، چې په پایله کې به په ۲۴ کلیو کې ۴۰۰۰ کورنیو ته برېښنا ورسیږي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په کال کې ۱۰ میاشتې لمر لري، چې له امله یې افغانستان کولای شي په زیاته اندازه لمریزه برېښنا تولید کړي. لمریزه برېښنا د بیا نوي کېدو وړ انرژۍ څخه ده چې هم ارزانه ده او هم چاپېریال ته زیان نه رسوي. د هېواد سویلي، سویل لویدیځو او لویدیځو سیمو او د افغانستان د شمال ځینې سیمې شګلنې دښتې دي چې د کر وړ نه دي او دلته د اورښت کچه کمه او د لمر حرارت زیات دی. که چېرې یوازې د سویلي سیمو څخه د لمریزې برېښنا له پاره ګټه پورته شي، نو افغانستان به په کال کې شاوخوا ۱۰۳۶٫۵ مېلیونه کیلو ولټه برېښنا تولید کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۸مه نېټه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له نغلو بند سره نږدې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د جوړولو چارو پرانیسته وکړه. په دغو مراسمو کې محترم ملا صاحب وویل، اسلامي امارت دا درک کړې ده چې د پياوړي اقتصاد درلودو لپاره صنعت او د صنعت د پرمختګ لپاره برېښنا تر ټولو مهمه ده. همدې موخې ته د رسېدو لپاره اسلامي امارت په کور دننه د برېښنا تولید په خپلو لومړیتونو کې نیولی او په ټولو پانګوالو یې غږ کړی، چې په کور دننه د برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه: «د همدې هڅو په دوام دا دي نن د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د پيل شاهدان یو. د برېښنا د تولید په برخه کې به د افغانستان اړتیا ته په کتو دا پروژه کوچنۍ ښکاري، خو ما ته خودکفايۍ ته د رسېدو په برخه کې ډېره مهمه ده. دا د دې ښکارندويي کوي چې موږ خودکفايۍ ته د رسېدو په برخه کې لس مېګاواټه د نورو له احتیاجه خلاص شوو.» د لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دغه پروژه د اسلامي امارت په ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري د یو کال په موده کې بشپړېږي، چې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې کېږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د ۷۷ ترکي او زولرستان شرکتونو له لوري د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه تایید شوه. پر دغه پروژه د خصوصي سکټور له لوري ۱۸میلیون ډالره پانګونه کیږي. د دې برېښنایي شبکې له لارې به ۳۸۸۲۰ مېګاواټه برېښنا په کال کې تولید شي، د کابل ښار انتقالي شبکې سره به وصل شي یعني د نغلو بند د برېښنا سره به موازي کار وکړي. د بند د برېښنا په پارچاو کېدو او د دې لمریزې برېښنا شبکې په مرسته به په ثانیه کې ۴۳۰۰۰ لېټره اوبه ذخیره او سپما کیږي.
د شبرغان - دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولټه مزي او د دشت الوان سب سټېشن د پراختیا پروژو پرانیستل شوه. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د ۱۴۰۲ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۴مه د افغانستان برېښنا شرکت او افغان انوېسټ خصوصي شرکت ترمنځ د شبرغان - دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولټه مزي د پاتې چارو او همدارنګه د دشت الوان سب سټېشن د پراختیا پروژو د بشپړولو موافقتنامې لاسلیک شوې. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، د یو هېواد د اقتصادي ودې لپاره صنعت تر ټولو مهم دی، د نړۍ هغه هېوادونه چې له جګړو راوتلي او چټک اقتصادي پرمختګ یې کړی دی، اساسي لامل یې د صنعت پرمختګ دی. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان هم د صنعت په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی او لا هم هڅه کوي چې په هېواد کې د صنعتي پرمختګ لپاره هر ډول شرایط او زمینه برابره کړي، چې تر ټولو مهم یې برېښنا ده. د یادونې وړ ده چې افغان انوېسټ شرکت به د قرارداد له مخې د شبرغان – دشت الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ د برېښنا لین ۲۳.۷ سلنه پاتې چارې چې ۳۰۵.۱۷ کیلومتره اوږدوالی لري، په ټاکلي وخت بشپړوي. تر دې وړاندې د یاد لین ۷۶.۳ سلنه چارې بشپړې شوې دي. دغه راز قراردادي شرکت د الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ سب سټېشن د پراختیايي پاتې چارو د بشپړولو مسوولیت هم لري. دا پروژې به د قراردادي شرکت له لوري په دوو کلونو کې بشپړیږي چې ټولټال ۳۶ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي.
همدارنګه له دښت الوان څخه د کابل ارغندۍ تر چوکه پورې چې کابو ۱۲۸ کیلومټره لاره کېږي، د برېښنا ۵۰۰ کیلو ولټ لین قرارداد له یو بل کورني شرکت سره شوی دی. دغه پروژه په دوو برخو کې چې یوه برخه یې له شبرغان د پلخمري تر خواجه الوان دښتې پورې ده دوهمه برخه یې چې د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د پلخمري له خواجه الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ پورې، سب سټیشنونو او د تره خېلو او بت خاک لېږد مزي هم شاملې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت به د شوې هوکړې د څارنې او ارزونې معیارونو له مخې د پروژو د تطبیق، تخنیکي او مالي چارو کره څارنه او ارزونه کوي. د یادو پروژو په بشپړېدو سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ارزانه او لوړ کیفیت برېښنا د رالېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي، چې هېواد کې به د برېښنا د کمبود ستونزه تر ډېره حده حل کړي.
پایله
د انرژۍ سکتور د هېواد په پرمختګ او په انساني ژوند کې خورا مهم رول لوبوي او اوسمهال په نړۍ کې ډېری هېوادونه داوبو او خوراک د امنیت ترڅنګ، د انرژۍ امنیت ته هم خورا زيات ارزښت ورکوي او په دې تړاو د انرژۍ د امنیت د خوندي ساتلو په اړه خپلې ستراتيژۍ جوړوي. افغانستان د انرژۍ پرېمانه سرچینې لري، چې د اوبو، تېلو، ګازو او ډبرو سکرو له سرچينو څخه نيولې تر باد او لمري سرچينو پورې. په شمسي (لمري) برخه کې افغانستان د ۲۲۳ زره مېګاواټه، له اوبو څخه د ۲۳ زره مېګاواټه، او له باد څخه د ۶۸ زره مېګاواټه برېښنا تولیدولو وړتیا لري. همدا راز په هېواد کې د ګازو ۷۷ میلیارده مکعبه زیرمې تخمین شوي دي، چې په دې جمله کې یوازې د شبرغان ګاز د ۶۰۰ میګاواټو برېښنا د تولیدولو ظرفیت لري. خو له بده مرغه د اشغال او جګړو له امله د انرژۍ له دغو پرېمانه سرچینو سره سره، افغانستان اوسمهال پر وارداتي برېښنا متکي دی او د هېواد دننه د برېښنا تولید محدود دی. خو اسلامي امارت په دې سکټور کې د اوبو برېښنا تولید سربېره، د لمریزې، ګازي او ډبرو سکرو د برېښنا تولید لسګونو پروژو کارونه پیل کړي دي، چې په نېږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.