په اقتصادي ثبات کې د سوداګرۍ ارزښت ته کتنه
لیکوال: عبدالله ایمل
افغانستان د خپل جیوپولټیک موقعیت له امله په سیمه کې یو مهم هېواد دی او د سیمې هېوادونو ترمنځ د پله حیثیت لري. دا هېواد د تاریخ په اوږدو کې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د سوداګریزو کاروانونو مهم مسیر پاتې شوی دی او په دې برخه کې په دودیزه توګه د توکو د لېږد رالېږد اړوند اوږده مخینه لري.
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد او امریکا د یرغلونو له امله په تېرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو کې د دې هېواد د نورو برخو په شان د سوداګرۍ برخه هم زیانمنه شوه، د افغانستان غوره صادراتي توکي، لکه غالۍ، ټغر، وچې مېوې، تازه مېوې ... له صادرېدو پاتې شوې، چې له امله یې د دې هېواد اقتصادي وده هم په ټپه ودرېده. د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه (۲۰۲۱ د اګسټ ۱۵مه ) په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې پیل شوې، د دې هڅو په لړ کې سوداګري یوه مهمه برخه ده، چې د اسلامي امارت له لوري ځانګړې پاملرنه ورته کېږي او په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی. په دې موده کې د افغانستان صادرات زیات شوي، له صادراتو او وارداتو څخه د راټولېدونکو عوایدو په بهیر کې روڼتیا رامنځته، سوداګرو ته د سوداګرۍ په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شوې، چې له امله یې د افغانستان د کمزورې سوداګرۍ د پرمختګ بهیر ګړندی شوی دی. د پرمختګ همدا بهیر، په اقتصادي وده کې د صادراتو رول او په اقتصادي ثبات کې د سوداګرۍ ارزښت هغه موضوعات دي، چې په دې لیکنه کې ورباندې بحث شوی دی.
په اقتصادي ثبات کې د سوداګرۍ ارزښت
د اسلامي امارت په راتګ سره د سوداګرۍ په کچه کې د پخوا په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی چې د تېر ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ لمریز کلونو کې په ترتیب سره د صادراتو کچه ۲ او ۱،۹میلیارد ډالرو ته رسېدلې چې دا رقم د هېواد د صادراتو په تاریخ کې یو بې مخینې رقم دی.
همدارنګه د اسلامي امارت په راتګ سره هڅه شوې چې د اړتیا وړ توکي په کور دننه له شته سرچینو څخه پوره کړي. دا مهال افغانستان د ۶۵ تولیدي اقلامو په برخه کې ځانبسیاینې ته رسېدلی دی همدارنګه د نړۍ ۸۰ هېوادونو ته په ۲۴ مختلفو سکټورونو کې صادرات لري، خو لاهم هېواد ډېری داسې توکو ته اړتیا لري چې له بهر څخه یې وارد کړي. په همدې موخه یې له ګاوڼدیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.
اسلامي امارت د سوداګرۍ په برخه کې بې شمېره اسانتیاوې رامنځته کړې دي د نمونې په ډول یې عبارت دي له: د صنعتکارانو د برېښنا ستونزو حلول، د صنعتي پارکونو پراختیا، د صنعتي خونو جوړول، په خامو مواد د تعرفې کمول، د سړو خونو جوړول، د ملي او نړیوالو نندارتونونو جوړول، د مالیاتې جریمو معافېدل، په ګمرکونو کې د ۲۴ ساعته خدمتونو وړاندې کول، د هوایي دهلېزونو پرانیستل او په ترانزیټ کې د آسانتیاوو رامنځته کول.
همدا ډول د اسلامي امارت له لوري د سوداګرۍ په برخه کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده، هغه برخې چې په کې عملي پانګونه شوې او یا هم کېدونکې ده، د نمونې په ډول عبارت دي له: د ترانسپورټ معیاري کول، د ګمرکونو عصري کول، د کرنیزو محصولاتو پروسس او بسته بندۍ د مرکزونو جوړول، د توکو د کیفیت د کنټرول لپاره د معیاري لابراتوارونو جوړېدل، د ګودامونو جوړول، او د صنعتي پارکونو پراختیا او جوړول؛
اسلامي امارت د صادراتو اهمیت ته په پاملرنې سره په دې برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي دي او پر دې توانېدلی دی، چې د تېرو کلونو په پرتله د صادراتو کچه لوړه کړي. افغانستان د خپلو یو شمېر صادراتي اقلامو له مخې په نړۍ کې شهرت لري، چې ښه بېلګه یې غالۍ دي. افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له ګاونډیو، سیمې او د نړۍ له نورو هېوادونو سره سوداګري درلوده او پر مټ یې د هېواد صادراتي توکي صادرول. وچه مېوه لا هم د افغانستان مهم صادراتي توکي جوړوي. ددې ترڅنګ افغاني غالۍ، ټغر او یو شمېر نور افغاني تولیدات د افغانستان د مهمو صادراتي توکو په کتار کې راځي، چې دمګړۍ پاکستان، هندوستان، ازبیکستان، تاجکستان، ایران، متحده عربي امارتو، چین، ترکیې، قزاقستان، او عراق او ان په نړیوالو بازارونو کې ښه مارکېټ لري. په ټوله کې صادرات د یو هېواد په اقتصادي پرمختګ کې غوښنه ونډه لري او په اقتصادي پرمختګ، د روزګار په کچه او د سوداګرۍ پر بېلانس مثبت اغېز لري. د دې له پاره چې یو هېواد د اقتصادي پرمختګ پړاو ته ننوځي، باید د سوداګرۍ په بېلانس کې یې صادرات له وارداتو زیات وي، ځکه ډېر صادرات د ډېرو بهرنیو اسعارو د ترلاسه کولو لامل ګرځي او د بهرنیو اسعارو زېرمې په نړیوالو بازارونو کې د یوه هېواد د پېر ځواک غښتلی کوي.
د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال پر مهال افغانستان د یو میلیارد او ۹۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۵۰ بېلابېل صادراتي توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي چې دا د هېواد په تاریخ کې یو بې ساری ګام دی. دغه توکي پاکستان، هندوستان، ازبکستان، تاجکستان، ایران، متحده عربي امارتو، چین، ترکیه، قزاقستان، او عراق ته ۹۷ سلنه او پاتې ۳ سلنه توکي د نړۍ نورو هېوادونو ته صادر شوي دي. هغه توکي چې د ټولو صادراتو ۷۶ سلنه جوړوي، هغه انګور، مڼې، انار، زردالو، پسته، بادام، جلغوزي، وچ انځیر، ممیز - ډبرو سکاره، هنجه، پنبه، پیاز، رومي بانجان، زعفران، غالۍ،ګلیم او طبي بوټي دي.
افغانستان د خپلې اړتیا وړ توکي له ګاونډیو، سیمې او د نړۍ له نورو هېوادونو څخه واردوي. واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره هڅه شوې چې افغانستان له وارداتي هېواد څخه په صادراتي هېواد بدل کړي. همدې موخې ته د رسېدو په پار اسلامي امارت په هغو وارداتي توکو چې په کور دننه تولیدیږي له بهر هېوادونو څخه یې په واردېدو مالیه لوړه کړې تر څو په کور دننه صنعت وده وکړي، صادراتو کچه لوړه، وارداتو کچه کمه او په ټوله کې د صادراتو او وارداتو ترمنځ متوازن بېلانس رامنځته شي. افغانستان د اړتیا وړ توکي له ایران، پاکستان، چین، متحده عربي اماراتو، ترکمنستان، قزاقستان، ازبیکستان، روسیې، مالیزیا، تاجکستان او د نړۍ له نورو هېوادونو څخه واردوي.
پایله
په نړۍ کې د شته هېوادونو اوسیدونکي له یو بل سره په سوداګرۍ کې بوخت پاتې شوي؛ځکه چې نه دا د چا له وسه پوره ده او نه یې چاپېريال د دې اجازه ورکوي، چې د خپلو اړتیاوو ټول توکي په خپله پیدا کړي. ځینې هېوادونه ښې کرنيزې ځمکې لري او ځینې بیا د نورو اړتيا وړ څېزونو لپاره ښه چاپېريال لري. د بېلګې په ډول کینیا او برازیل ښه چای تولیدوي او امریکا، استرلیا او د هند نیموچه بیا ښه غنم تولیدوي. همدا راز افغانستان هم د وچو او تازه مېوو ترڅنګ، د ځینو ګرانبيه کاڼو له پلوه نومیالی دی. له همدې کبله دغه هېوادونه اړ دي، چې له یو بل سره په تجارت او راکړه ورکړه کې بوخت پاتې شي او د یو بل د اړتیاوو پوره کولو په موخه، خپل سره توکي تبادله کړي. همدې اهمیت ته په کتو سوداګري د هېوادونو په اقتصادي ثبات کې رغنده رول لوبوي او کومو هېوادونو چې دې برخې ته پاملرنه کړې ده په ډېر نېږدې وخت کې توانېدلي چې خپل توکي د نړۍ تر مختلفو بازارونو پورې ورسوي چې په پایله کې یې د هېواد د پولي واحد باثباته کېدو او د ملي عوایدو په زیاتوالي کې مؤثر رول درلودلی دی.