په مختلفو سکټورونو کې رامنځته شویو کاري فرصتونو ته کتنه

لیکوال: عبدالله ایمل

 

د نفوس حجم، د زیاتېدو وده او جوړښت یې په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې مهم رول لوبوي. له همدې ځایه ده، چې د وګړو په تړاو احصایې د پرمختیايي پلان جوړونې، د اقتصادي تګلارو چارچوب جوړولو او ودې او پرمختګ ښودونکې دي.

د هېواد د ټولو وګړو شمېر په ۱۴۰۲ كــال كې ۳۴٫۹ مـیليون تنه اټكل شــوی دی، چې له دې ډلې څخه ۱۷٫۸مـیليون تنه نارینه چې۵۱٫۰  سلنه جوړوي او ۱۷٫۱مـیليون تنه ښځینه چې۴۹٫۰ سلنه جوړوي. په ۱۴۰۲ كـال كې د هېواد د ۳۴٫۹ مـیليون تنو وګـــړو له ډلې څخه ۲۴٫۶مـیليون تنه په کلیوالي ساحو کې ژوند کوي، چې ۷۰٫۵ سلنه د ټول نفوس جوړوي، ۸٫۸،مـیليون تنه  په ښاري ساحو کې ژوند کوي چې د ټول نفوس ۲۵٫۲سلنه جوړوي او پاتې ۱٫۵مـیليون تنه کوچیان دي چې د ټول نفوس ۴٫۳ سلنه تشکیلوي.

د افغانستان د مرکزي احصایوي مرکز له مخې د افغانستان د ټول نفوس ۵۴ سلنه له ۱۵ کلنۍ څخه پورته دي او پاتې ۴۶ سلنه یې بیا ترې ښکته دي. له همدې کبله ده، چې افغانستان په نړۍ کې یو له تر ټولو ځوانو ملتونو څخه ګڼل کېږي او همدغه نفوس بیا د کاري ځواک د حجم په زیاتولو کې هم مهم رول لوبوي. د تېرو شلو کلونو په جریان کې د اشغال له امله په اساسي ډول هېوادوالو ته د کار زمینه نه وه برابره شوې چې له امله یې ورځ تر بلې د کاري ځواک حجم زیاتیږي او ورسره جوخت د بې کارۍ کچه هم لوړه شوې ده.

اسلامي امارت هڅه کوي، چې د بې کارۍ کچه راټیټه، خلکو ته د کار زمینه برابره او بهر ته د هغو ځوانانو د تګ مخه ونیسي چې اوسمهال په ناقانونه ډول له هېواده وځي. اسلامي امارت د اقتصادي پرمختګ او د بې کارۍ د کچې راکمولو له پاره عملي ګامونه پورته کړي دي.

په هېواد کې د شاوخوا ۲۰۰ کوچنیو، متوسطو او لویو کانونو د استخراج او پروسس چارې روانې دي. ددې کانونو له جملې څخه په دې وروستیو کې د هرات د غوریانو د اوسپنې کان، د غور د تولک د سرپو کان، د لوګر د دوهم مس عینک او د تخار سمتي سرو زرو کانونو قراردادونه له ګټونکو شرکتونو سره لاسلیک شوي، پر افغان شرکتونو سربېره یې د سیمې او اروپایي هېوادونو شرکتونه یې هم ونډ‌وال دي. د ډبرو سکرو د کانونو په ګډون چې عملاً یې د استخراج او پروسس چارې روانې دي لسګونو زرو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د زېربناوو جوړولو په برخه کې کولای شو د بېلګې په ډول د کابل-کندهار، سالنګونو، کندهار - ارزګان، هرات - غور لویو لارو بیارغونې سربېره د زیاترو ولایتونو ولسوالیو ته د غځېدلو سړکونو جوړول او بیارغونه او په هېواد کې د قوش تېپې کانال، بخش آباد، شا و عروس، کمال خان، او په ټول هېواد کې د لسګونو کوچنیو، متوسطو او لویو بندونو او کانالونو جوړولو چارو پیل، چې په دې برخو کې هم لسګونو زرو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د یادولو وړ ده چې د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي ناستو کې د لسګونو پروژو منظوري ورکړل شوې ده چې ښه مثال یې په آخري دوه ناستو کې د شاوخوا لسګونو میلیارده افغانیو په ارزښت د ۵۰ پروژو منظوري ده.

دغه راز اسلامي امارت په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د امارتي تشکیلاتو کچه زیاته کړه او له مخې یې لسګونه زره نوي کسان په دندو ګومارل شوي دي.

همدارنګه اسلامي امارت په کور دننه برېښنا تولید، د کرنې میکانیزه کول، د صنعت سکټور کې بنسټیز اصلاحات او پانګونه، د ترانسپورټ سکټور معیاري کول،  د مخابراتو سکټور پراختیا، برېښنایي حکومتولي، سوداګرۍ زیاتېدل او سیمه‌ییز اتصال په خپلو لومړیتوبونو کې نیولي او په دې برخو کې یې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو په ملتیا لسګونو زرو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه برابر کړي دي.