په ملي اقتصاد کې د مخابراتو سکټور ارزښت ته کتنه

مخابرات-03

لیکوال: عبدالله ایمل

 

مقدمه

نن ورځ  زموږ هېواد کولی شي د صنعتي او نوي صنعتي هېوادونو پرمختګ په مطالعې او تحلیل کولو سره د دوی په پرمختګ کې د مخابراتو رول درک کړي او په دې برخه کې د عصري او مناسبو ټکنالوژیو په کارولو او غوره کولو سره خپل خدمات لوړ کړي او په ورته وخت کې په بېلابېلو برخو کې خپل لګښتونه کم او د هېواد پرمختګ ګړندی کړي. دا مهال افغانستان د مخابراتو په برخه کې لکه څنګه چې په کار ده پرمختګ نه دی کړی، که په لنډو ووایو چې په دې برخه کې کار به یې کلونه وخت ونیسي، خو ددې له پاره چې د نړۍ له ګړندي پرمختګ سره ملګری شي، اسلامي امارت د هراړخیزو پلانونو په نیولو سره د تېرو درېیو کلونو په جریان کې د مخابراتو سکټور ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

د اسلامي امارت مخابراتو سکټور نورو سکټورونو ته ورته په لوړه کچه د هېواد اقتصادي ودې لپاره په یوه ثابته او دوامداره عایداتي سرچینه بدلوي. د افغانستان اسلامي امارت د تېرو درېیو کلونو په جریان کې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د غوره مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ۴۵۰ نوي سایټونو جوړولو سربېره د نوري فایبر شبکې پراختیا، د گرځنده موبایلونو د خاص کوډ ثبت پروسه، سیمه‌ییز اتصال او د RTDMS سیستم له لارې د عوایدو راټولول یې له کاري لومړیتوبونو څخه وو.

په ملي اقتصاد کې د مخابراتو سکټور ارزښت

د افغانستان هر اقتصادي سکټور د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره د ښه او مؤثر فرصتونو پر لرلو سربېره د ملي اقتصاد  په پرمختګ کې  رغنده رول لري، چې له هغې جملې یو هم د مخابراتو سکټور دی. په دې سکټور کې د تېرو څلورو لسیزو راهیسې د اشغال، جګړو، ویجاړیو، سیاسي بې ثباتۍ او نورو ګڼو ستونزو له امله د پام وړ پرمختګ نه دی رامنځته شوی. دا چې اوس افغانستان د واحد مرکزي نظام څښتن دی، اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست په غوره کولو سره د هېواد د اقتصادي ثبات د رامنځته کېدو په پار چټک ګامونه پورته کړي دي. د افغانستان اسلامي امارت په مختلفو سکټورنو کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه برابره کړې او د سوداګریزو چارو لپاره یې مصؤن چاپېریال رامنځته کړی دی. د مخابراتو په سکټور کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې جلب، جذب هڅونه او د هغوی ملاتړ د هېواد په اقتصادي تګ لاره کې د یو مهم عنصر په ډول رول لوبوي چې د کاري فرصتونو رامنځته کول، د ټکنالوژۍ کارېدنې ته زمینه برابرېدل، په حکومتي ادارو کې د پروسو اسانه کېدل او په ټوله کې د هېواد په اقتصادي ودې او ثبات کې رغنده رول درلودلای شي. د افغانستان د معلوماتي ټکنالوژۍ سکټور د دې ظرفیت لري چې په لوړه کچه د هېواد اقتصادي ودې لپاره په یوه ثابته او دوامداره عایداتي سرچینه بدل شي.

په مختلفو ولایتونو کې د مخابراتي سایټونو جوړېدل

د هېواد په مختلفو سیمو کې خصوصآ لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو قراردادونه د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د مخابراتو وزارت او خصوصي مخابراتي شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوي. د دغو قراردادونو له مخې به خصوصي مخابراتي شرکتونه د کندهار، نورستان، بدخشان، ارزګان، زابل، کنړ، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د لسګونو سایټونو د جوړېدو له لارې په هغو لرې پرتو سیمو کې چې خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري؛ مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي. د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې پر اساس د «افغان ټیلي کام» مخابراتي شرکت چې تر «۲۰» په زیاتو ولایتونو کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي، قراردادونه یې تمدید شول.  

په بار وړونکو موټرو د  جي پي اېس سیستم نصبول

نن ورځ د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته په پاملرنې سره، د هېوادونو ترمنځ د ترانزیټي توکو لیږد رالیږد د پراخېدو په حال کې دی او اړتیا ده چې دا برخه په سم ډول مدیریت شي.  په همدې موخه د اقتصادي کمیسیون د ۱۴۰۱ کال د جواز میاشتې په ۲۲مه نېټه په جوړه شوې غونډه کې د ترانسپورتي ستونزو د حل او د معیاري ترانسپورتي سیستم د رامنځته کولو په موخه د ترانسپورتي چارو د تنظیم کمیسیون له لوري وړاندې شوې طرحه له بحث وروسته تایید او د منظورۍ له پاره کابینې ته وړاندې او د کابینې له لوري منظور شوه. ددې طرحې له لسو مادو څخه  یوه ماده په بار وړونکو موټرو د  جي پي اېس سیستم نصبول دي. د ۱۴۰۲ لمریز کال په اوږدو کې د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې افغان پُست شرکت ته پر ترانزیټي وسایطو د GPS نصبولو قرارداد ورکړل شو. د دغه قرارداد له مخې به افغان پُست شرکت پر هر ترانزیټي موټر د ۴۱ ډالرو فیس په مقابل کې GPS نصبوي.

د جي پی اېس له لارې د موټر سرعت د کنټرول ترڅنګ، دا وسیله کولای شي په بېړنیو حالاتو کې له ګرځنده ټلیفون پرته د اړیکې نیولو زمینه برابره کړي، د جي پي اېس په مرسته د موټرو د غلا مخنیوی کیږي، ترانزیټي موټر نه شي کولای په خپلو موټرو کې قاچاق ترسره کړي او د دې وسیلې په مرسته هر شېبه د موټر په اړه چې په لویو او ترانزیټي لارو تګ کوي، معلومات ترلاسه کیږي.

د جي پي ایس دې اهمیت ته په کتو اسلامي امارت د معیاري ترانسپورټ رامنځته کولو په موخه دا ګام پورته کړی دی. پر ترانزیټي موټرو د جي پي اېس نصبولو څخه موخه داده چې له دې لارې به لومړی د یادو موټرو امنیت خوندي شي، دوهم دا چې هېواد کې به د ترانزیټ په اړه کره احصائیه ترلاسه شي او مهمه خبره داده چې پر ترانزیټي موټرو د جي پي ایس په نصبولو سره به د ترانزیټ برخه غښتلې او له بهر څخه راغلي ترانزیټي موټر او شرکتونه به د امن احساس وکړي. له دې سره به د هېواد سوداګري هم پرمختګ وکړي.

 پایله

دا وخت په افغانستان کې میلیونه وگړی د گرځنده ټلېفون خدماتو ته لاسرسى لري او د دې ترڅنګ د نفوس ډېری برخه یې انټرنیټ هم کاروی. د مخابراتي خدمتونو ودې لامل شوې ده چې نړیوال شرکتونه هم په افغانستان کې په دې برخه کې د پانگې اچونې لیوال شي. دا وخت افغان بيسیم، روشن، اریبا، اتصالات او افغان ټیلي کام شرکتونه د گرځنده تلېفون خدمتونه وړاندى کوي، د افغانستان اسلامي امارت په دې سکټور کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته زمینه برابره کړې چې په دې سره به یاد سکټور د ملي اقتصاد په ثبات کې رغنده رول ادا کړي.