افغانستان د منځنۍ آسیا او سوېلي آسیا د وصل په نقطه بدلېدونکی دی
لیکوال: عبدالله ایمل
مقدمه
افغانستان د خپل جغرافیايي موقعیت له کبله کولای شي، چې له انرژۍ څخه غني منځنۍ آسيا، د انرژۍ له بحران سره مخ سوېلي آسيا سره ونښلوي. په دې اړوند د ټاپي، کاسا-زر او ټوټاپ پروژې چې د عملي کارونو پیل لپاره یې هڅې روانې دي. له ډېرو مقدماتي کارونو او تړونونو وروسته اوس د دغو پروژو عملي کارونو پیل ته نېږدې شوې دی، چې له دې جملې به د کاسا زر پروژې او د ټاپي پروژې کارونه به نېږدې وخت کې له هرات ولایت څخه پیل شي دغه پروژې به له یوې خوا د افغانستان د انرژۍ کمبود بشپړ کړي او له بلې خوا به بېکاري ختمه، اقتصاي وده به ګړندۍ او د ترانزيټي فیس له مخې به د عاید يوه ښه سرچینه هم شي.
ټاپي: دغه نللیکه به هر کال ۳۳ ملیارد مکعب متره ګاز له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي. په دې کې د افغانستان کلنۍ برخه ۵ مېلیارده متر مکعبه او د هند او پاکستان برخه بیا ۱۴ مېلیارده متر مکعبه ده. دا پروژه به د شاوخوا ۱۰ ملیارده ډالرو په لگښت پلې کېږي؛ خو په دې کې هغه لگښتونه شامل نه دي، چې په افغانستان او پاکستان کې به د دغې نللیکې د جوړېدو پرمهال په امنیتي برخه کې او د نللیکې د ساتلو په موخه کېږي.
کاسا-زر: د کاسا-۱۰۰۰ پروژه به له قرغزستان او تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان ته برېښنا ولېږدوي. ځکه دغه دواړه هېوادونه په اوړي کې زياته برېښنا لري او پاکستان بیا د برېښنا له سخت کمښت سره مخ وي.
د دغې پروژې له پلي کېدو سره به افغانستان ته ۳۰۰ مېګاواټه برښنا او پاکستان ته ۱۰۰۰ مېګاواټه برښنا انتقال شي. افغانستان کولای شي، چې خپله برښنا بیا له دې لارې پاکستان ته هم صادره کړي. دغه پروژه به د افغانستان د برښنا کمښت پوره کړي، پاکستان ته د برښنا صادرولو زمینه به مساعده کړي او تقریباً هر کال به افغانستان د ترانزيټي فیس له کبله، له ۳۰ څخه تر ۴۰ میلیون ډالرو پورې عاید ترلاسه کړي.
ټوټاپ: ټوټاپ پروژه به ترکمنستان-ازبکستان-تاجکستان-افغانستان-پاکستان د برښنا په یوه حلقه کې سره ونښلوي او له امله به یې شونې شي، چې افغانستان د برښنا متحده شبکه ولري او د سیکنرونایزیشن ستونزه به هم حل شي.
د پورته ذکر شویو پروژو ډېری برخه کارونه د تېر یو کال په جریان کې د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ لخوا د اړوندو هېوادونو سره تعقیب شوي دي او اوس هم هڅې روانې دي، چې زر تر زره یې عملي چارې پیل شي د یادو پروژو له پیل سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي، په بشپړولو سره به یې په هېواد کې د ګاز او برق ستونزه حل او په سلګونو مېلیون ډالره ټرانزیټي عواید به د حکومت خزاني ته جمع او هېواد به د مرکزي او سوېلې آسیا د وصل په نقطه بدل شي.
پایله
له شل کلن اشغال وروسته په هېواد باندې د بیا ځل لپاره د اسلامي امارت حاکمېدل د ملت د شلو کلونو د بې ساري قربانیو پایله ده. اسلامي امارت ته په هېواد کې له ویجاړیو او خراب اقتصادي وضعیت پرته بل څه نه دي ورپاتې، الحمدالله د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې بشپړ امن تآمین شوی او د یو محکم مرکزي حکومت بنسټ اېښودل شوی دی، اسلامي امارت رهبري هڅه کوي، چې د هېوادوالو د اقتصادي وضعیت دې ښهوالي لپاره کوټلي ګامونه واخلي او په دې برخه کې یې تر اوسه پورې د کانونو د استخراج، د بهرنیو او کورنیو پانګوالو د جذب، د پانګونې په برخه کې د شته قوانینو په برخه کې د لازمو اسانتیاوې، په خامو موادو د تعرفې کمول، د کوچنیو مالیه ورکوونکو د حمایت په پار د مالیې کمول او د هېواد زیربنايي برخو ته د پاملرنې زیاتېدل، د مثال په ډول د قوشتیپې کانال پرانیسته، چې دومره لویه پروژه د ملي بودیجي تمویلږي په بشپړېدو سره به یې ۵۸۰۰۰۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي او هېواد به مو د غلو دانو له اړخه پر ځان بسیا شي د دې ټولو ترڅنګ یې هغه سیمهییزې پروژې چې هغه سبب د وصل د جنوبي او سویلي آسیا کیږي هم په خپلو لومړتوبونو کې نېولې چې په نېږدې راتلونکي کې به د کاسا زر او ټاپي پروژو کارونه عملآ پیل شي چې په پایله کې به یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره او د ملي عوایدو د زیاتوالي لپاره به ښه سرچینه شي.