د افغانستان هوايي ډګرونه؛ وضعیت او پهکې شویو پرمختګونو ته کتنه
لیکوال: امانالله حنیفي
سریزه
هوايي ډګرونه هغه زېربنا ده چې د یو هېواد د سیاسي، اقتصادي، نظامي او فرهنګي وضعیت او ودې ښکارندويي کوي. هغه هېوادونه چې پر مختللي هوايي ډګرونه لري، د ځانګړي سیاسي او اقتصادي اعتماد درلودونکي دي، چې ښه بېلګه یې عربي متحده امارات دي. دغه هېواد د خپلو پرمختللو هوايي ډګرونو له امله په نړیواله کچه ځانګړی سیاسي او اقتصادي ارزښت ترلاسه کړی دی.
افغانستان هم په یوشمېر لویو ولایتونو کې نړیوال او په ډېرو نورو کې بیا کورني هوايي ډګرونه لري، چې په ورځني ډول د بهرنیو او کورنیو مسافرو، د سوداګریزو توکو د انتقال او همدا راز د بیړنیو حالاتو پر مهال د خدماتو ترسره کولو په موخه ترې استفاده کېږي. خو لا هم د هېواد هوايي ډګرونه هسې چې لازمه ده، د پرمختګ او عصري کولو لپاره یې کار نه دی ترسره شوی. واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم د هېواد دې مهمې زېربنا ته توجه زیاته شوې او ټوله هڅه دا ده چې د شته امکاناتو څخه په استفادې د کورنیو او بهرنیو متخصصینو پر مټ دې برخې ته پراختیا ورکړل شي.
موږ په دغه مقاله کې د هېواد د هوايي ډګرونو اوسني فعالیت او پهکې شویو پرمختګونو ته لنډ نظر کوو.
د افغانستان هوايي ډګرونه
په افغانستان کې له نن شاوخوا ۶۰ کاله وړاندې په لومړي ځل د کابل نړیوال هوايي ډګر جوړ شو. دغه هوايي ډګر په سیمه کې یو له مهمو هوايي ډګرونو شمېرل کېږي چې افغانستان ته یې ځانګړی ارزښت ورکړی دی. له کابل وروسته بیا د کندهار نړیوال هوايي ډګر او په تدریج سره اړتیا ته په کتو د هېواد په مختلفو ولایتونو کې لوی او کوچني هوايي ډګرونه جوړ شوي، چې اوسمهال یې شمېر ۶۴ ته رسېږي .
له دې ډلې افغانستان یوازې پنځه نړیوال هوايي ډګرونه لري، چې هغه د کابل، کندهار، هرات، مزارشریف او خوست هوايي ډګرونه دي چې د چارواکو په وینا هره ورځ تر ۳۰ پورې نړیوالې او په لسګونه کورنۍ الوتنې ترې کېږي. کابل د همدغو نړیوالو هوايي ډګرونو پر مټ په مستقیم او غیر مستقیم ډول د نړۍ له لسګونو هېوادونو سره تړل شوی، چې د هېواد په سیاسي او اقتصادي پرمختګ کې یې د پام وړ مثبت رول لوبولی دی.
په هېواد کې د جوړو شوو هوايي ډګرونو له ډلې بیا ۱۲ د سیمې هېوادونو تر منځ د الوتنو لپاره مساعد او سیمهییز دي او یو شمېر نور یې یوازې د الوتکې د ناستېدو او الوتنې وړتیا او کرښې لري، چې په هېواد کې دننه د مسافرو د تګ راتګ، سوداګریزو توکو د انتقال او همدا راز د بیړنیو حالاتو پر مهال د خدماتو ارائیه کولو په موخه ترې استفاده کېږي.
د هېواد د هوايي ډګرونو وضعیت
واک ته د اسلامي امارت په رسېدو او د شل کلن امریکايي اشغال په پای ته رسېدو سره امریکايي ځواکونو په یوشمېر ولایتونو له هغه جملې د کابل نړیوال هوايي ډګر کې ډېری پرمختللي وسایل، د دغه هوايي ډګر د رادار سیسټم، یوشمېر الوتکې او دېته ورته نور ډېری وسایل او امکانات له منځه یوړل او یا یې هم زیان ور ورساوه.
اسلامي امارت داسې مهال د کابل پر نړیوال هوايي ډګر باندې بشپړ کنټرول ترلاسه کړ چې په ملکي او نظامي برخو کې یې د خدماتو وړاندې کولو هېڅ سیسټم جوړ نه و پاتې. له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو په بشپړ وتلو سره د کابل ادارې اړوند کسانو له لوري د کابل نړیوال هوايي ډګر ډېری برخې لوټل او له منځه یې وړې وې چې په میلیونونو افغانۍ زیان یې دغه هوايي ډګر ته رسولی و.
پر کابل سربېره په یوشمېر نورو ولایتونو لکه خوست، بلخ او جلال آباد کې هم د هوايي ډګرونو تاسیساتو ته زیان رسېدلی و، چې د خدماتو وړاندې کولو جوګه نه وو. خو اسلامي امارت د هېواد د سرتاسري امنیت ټینګولو په درشل کې په لومړي سر کې هوايي ډګرونو ته پاملرنه وکړه، چې ډېر ژر یې هلته د چور چپاول مخنیوی وکړ او په هېواد کې خپره شوه وېره او بد وضعیت یې کنټرول کړل.
اسلامي امارت هېوادوالو او همدا راز بهرنیو وګړو ته د هوايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کابل او هېواد نورو مهمو هوايي ډګرونو کې د یادو هوايي ډګرونو د تخریب شوو برخو د ترمیم په موخه د متحده عربي اماراتو سره د تفاهم له مخې تخنیکي ټیمونه په کار وګومارل، چې په لنډ وخت یې وضعیت عادي بڼه غوره کړه. په همدې موخه اسلامي امارت د ځمکنیو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د متحده عربي اماراتو د ګاک کمپنۍ ترمنځ هغه تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې دغه شرکت په کابل، کندهار، هرات او بلخ نړیوالو هوايي ډګرونو کې د ځمکنیو خدماتو وړاندې کولو تعهد واخیست. د دغه قرارداد په لاسلیک کېدو سره په یادو هوايي ډګرونو کې د ځمکنیو خدماتو وړاندې کولو په معیاري بڼه جریان پيدا کړ چې لا تراوسه ادامه لري. له دې وروسته له همدغه شرکت سره د هېواد د هوايي ډګرونو او هوايي چلند د تنظیم هوکړه هم لاسلیک شوه. د دغه هوکړه لیک له مخې قراردادي شرکت مکلف وبلل شو څو هغو الوتکو ته چې دا فغانستان له فضا تېرېږي او یا د هېواد په ډګرونو کې ناسته کوي، له نړیوالو معیارونو سره سم د هوايي لارښوونو چوپړتیاوې وړاندې کړي. د متحده عربي اماراتو ګاک کمپنۍ به د دغه قرارداد پر بنسټ افغان کادرونو ته تخنیکي او مدیریتي روزنه هم ورکوي چې د قرارداد د ختم له نېټې وروسته به یادې چارې افغانان پر مخ بیايي.
له دې سربېره د هېواد په ټولو هوايي ډګرونو کې د اسلامي امارت د مسوولینو په لارښوونه د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت تخنیکي ټیمونو د برېښنا د پرچاوۍ، د ترافیکي سیسټم، د اداري ودانیو او تخریب شوو وسایلو د ترمیم په ګډون ټولې هغه ستونزې له منځه یو وړې چې له مخې یې په ښه ډول خدمات نشو ترسره کېدلی. له دې ټولو سره سره هغه الوتکې هم ورغول شوې چې د کابل فتحې پر مهال ورته زیان رسېدلی و.
اوسمهال په ټولو هوايي ډګرونو کې د مسافرو لپاره په معیار برابر خدمات وړاندې کېږي او له مخې یې افغانستان ته د نړیوالو هوايي شرکتونو پروازونه هم پيل شوي دي.
کابل ته د یوشمېر نړیوالو هوايي شرکتونو د الوتنو بیا پيل
د اسلامي امارت د پرله پسې هڅو او نړیوالو هوايي شرکتونو ته د هر ډول همکارۍ او اطمینان ورکولو په پایله کې د فلای دوبۍ، ایر العربیه، ماهان ایرلاین، یزد او ترکش ایرلاین کابل او یوشمېر نورو ولایتونو ته الوتنې پيل کړې دي، چې له مخې یې مسافرو ته د پام وړ اسانتیاوې برابرې شوې دي .
د یادو هوايي شرکتونو بیا ځلي فعالیت د افغانستان او اړوندو هېوادونو په راکړه ورکړه، سوداګرۍ او فرهنګي اړیکو کې ځانګړی ارزښت لري. د یادو شرکتونو بیاځلې پيل د ټکټونو په بیو کې هم د پام وړ کموالی راوستی چې اوسمهال په مناسب ډول مسافرو ته ټکټونه ورکول کېږي.
همدراز د ترانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزارت مسولین وایي، چې د هېواد هوایي ډګرونو بېرته خپل سټنډرډ حالت غوره کړی او له کورنیو او نړیوالو هوایي شرکتونو غواړي، چې افغانستان ته بیا ځلي خپلې الوتنې پیل کړي. د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ میاشتې په ۱۵مه د کابل له فتحې وروسته، ډېری هغو نړیوالو هوايي شرکتونو چې افغانستان ته یې الوتنې کولې، خپلې الوتنې وځنډولې خو په تېرو نږدې درېیو کلونو کې یوشمېر نړیوالو هوايي شرکتونو بېرته افغانستان ته الوتنې پیل کړې دي.
په دې لړ کې د ترکیې هوايي شرکت ترکش ایرلاین وروستی هغه و چې څه موړه وړاندې یې کابل ته خپلې الوتنې پيل کړې. اوسمهال د هېواد په پنځو نړیوالو هوايي ډګرونو کې چې کورني او نړیوال هوايي شرکتونه ورته الوتنې کوي اړین نړیوال معیارونه په پام کې نیول شوي دي.
پر بهرنیو شرکتونو سربېره په افغانستان کې کورنۍ الوتنې د کام ایر او اریانا افغان هوايي شرکت لخوا ترسره کېږي، خو د همدې شرکتونو الوتکې له بهره هم افغانستان ته تلوونکي او راتلونکي کسان له دوبۍ، استامبول او ځینو نورو نړیوالو هوايي ډګرونو ته لېږدوي.
د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت مسوولین وايي، د نړیوالو الوتنو له بیا پیل سره د دولت عواید ډېر شوي او دغه راز په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا څخه تر ۱۲۰ پورې الوتکې عبوري الوتنې کوي چې د هرې الوتنې په بدل کې ۷۰۰ امریکايي ډالر افغانستان ته حق العبور ورکول کېږي .
پایله
د کابل د فتحې پر مهال او له افغانستان څخه د امریکايي اشغالګرو عسکرو په وتلو سره د کابل نړیوال هوايي ډګر په ګډون د یوشمېر نورو ولایتونو د هوايي ډګرونو وسایلو، تجهیزاتو او د خدماتو وړاندې کولو سیسټمونو ته صدمه رسېدلې وه، چې په لومړیو ورځو کې د خدماتو وړاندې کولو جوګه نه وو. خو د اسلامي امارت د پرلهپسې هڅو په پایله کې د بهرنیو او کورنیو متخصصینو په مرسته د کابل، کندهار، هرات، بلخ او خوست نړیوالو هوايي ډګرونو سربېره اوسمهال د هېواد په ټولو لویو او کوچنیو هوايي ډګرونو کې هېوادوالو ته په معیاري بڼه خدمات وړاندې کېږي.
د اسلامي امارت د بې پایه هلو ځلو په نتیجه کې یوشمېر بهرنیو نړیوالو هوايي شرکتونو بېرته افغانستان ته الوتنې پيل کړې، چې اوسمهال په ۲۴ ساعتونو کې تر ۳۰ نړیوالې او لسګونه کورنۍ الوتنې ترسره او همدا راز په ۲۴ ساعتونو کې د هېواد له فضا څخه شاوخوا ۱۲۰ عبوري الوتنې ترسره کېږي، چې له درکه یې د دولت خزانې ته په میلیونونو ډالر عواید جمع کېږي.
اوسمهال د افغانستان فضا د هر ډول عبوري او د هېواد خاوره کې د ښکته کېدونکو الوتنو لپاره مصؤنه او خوندي ده، چې ورځ تر بلې ورته د نړیوالو شرکتونو مسیر راماتېږي او مسافر یې د وړاندې کېدونکو خدماتو له ترسراوي څخه خوښي څرګندوي.