د مس عینک پروژې کاري پرمختګونو ته کتنه

لیکوال: محب‌الله نظیمي

سریزه

مس عینک کان په افغانستان کې د نړۍ یو له لویو کانونو څخه دی، چې په ۲۰۰۸ کال کې  یې د چین (MCC) کمپنۍ سره قرارداد لاسلیک شو. دغه کان په لوګر ولایت کې موقعیت لري او د تاریخ او اقتصادي اهمیت له مخې بې ساري دی.

مس عینک چې د "عینک" په نامه هم یادېږي، نه یوازې د خپل مسو د زېرمو له امله، بلکې د خپل تاریخي او فرهنګي ارزښت له امله هم ځانګړی ارزښت لري. په دې سیمه کې د لرغونو بودایي آثارو شتون د دې سیمې د تاریخي اهمیت څرګندويي کوي. د قرارداد له مخې ټاکل شوې وه چې د دغه پروژې چارې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې پيل شي، خو په هغه وخت کې د دغه پروژې د پلي کېدو چارې د امنیتي، تخنیکي او اقتصادي ستونزو له امله څو ځله وځنډېدلې. په هغه وخت کې د افغانستان شرایط د دغه لویې پروژې د تطبیق لپاره برابر نه وو. د دې پروژې اقتصادي اهمیت په دې کې دی چې د افغانستان د عوایدو یوه لویه برخه جوړوي. د مسو د صادراتو له لارې، افغانستان کولی شي چې خپل اقتصاد ته وده ورکړي او په نړیوالو بازارونو کې ځان ثابت کړي. په ټوله کې د مس عینک کان د افغانستان لپاره یو ستراتیژیک او اقتصادي ارزښت لري، خو د دې پروژې بریا د مختلفو عواملو په همغږۍ او همکارۍ پورې تړلې ده. د دې پروژې د بشپړتیا لپاره باید د افغانستان اسلامي امارت، قراردادي کمپنۍ او محلي خلک په ګډه کار وکړي څو چې نه یوازې د اقتصادي ګټو ترلاسه کولو لامل شي، بلکې د تاریخي او فرهنګي میراث ساتنه هم یقیني کړي. په دغه مقاله کې به موږ د مس عینک پروژې تاریخي شالید او د مس عینک پروژې کاري پرمختګ ته لنډه کتنه وکړو.

د مس عینک تاریخي شالید

مس عینک د افغانستان د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې موقعیت لري. دا سیمه د نړۍ د پخوانیو مسو کانونو څخه ګڼل کېږي او له دې امله ځانګړی تاریخي او اقتصادي اهمیت لري. ذکر شوی کان  د میلاد نه وړاندې په درېیمه پېړۍ کې د بودایانو یو مهم مرکز و. په دې سیمه کې د بودایانو معبدونو، مجسمو او نورو لرغونو ودانیو شتون درلود چې د هغه وخت د بودایانو د مذهبي او کلتوري فعالیتونو شاهدي ورکوي. په ۱۳۷۳ ميلادي کال د  شوروي اتحاد جیولوژیکي پوهانو او انجینرانو لخوا کشف او په ۱۳۷۴ میلادي کال کې د دغه کان د را ایستلو چارې پیل شوې، خو له هغه وروسته د بېلابېلو دلایلو له امله بشپړې نه شوې. د MCC په نوم چینايي شرکت په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د دغه کان د استخراج تړون له افغان لوري لاسلیک کړ، خو د امنیتي ستونزو له کبله یې بیا هم چارې بشپړې نه شوې. ذکر شوی کان په نړۍ کې د مسو دوهم کان دی چې په استخراج سره به یې زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

د مس عینک کاري پرمختګ

په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا  واکمنېدو سره د لوګر ولایت په شمول، په ټول افغانستان کې ډاډمن امنیت رامنځ ته شوی. د امنیت د ښه والي له امله، د مس عینک کان پروژې ته د بیا پیل فرصتونه زیات شوي دي. د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په درېیمه نېټه د مس عینک د قراردادي کمپنۍ MCC رئیس او تخنیکي ټیم په شتون کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند مس عینک پروژې ته د غځېدلي سړک د جوړولو چارو پرانیسته وکړه. د دغې پروژې په بیا پیل سره به د افغانستان لپاره د اقتصادي پرمختګ فرصتونه رامنځته شي. د زرګونو کسانو لپاره به د کار زمینه برابره کړي، د کان استخراج به د حکومت عاید زیات کړي، کوم چې د پراختیایي پروژو لپاره کارول کیږي. د مسو استخراج به د افغانستان اقتصاد ته زیاته وده ورکړي او دغه راز به کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړي. د دې کان وده نه یوازې د افغانستان اقتصادي حالت ته پرمختګ ورکوي، بلکې د سیمې او نړیوال بازار لپاره هم ارزښتناک دی. دا ډول  پرمختګونه د دې پروژې د اساسي پيل او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم دي، خو باید یادونه وشي چې د پروژې بشپړ پرمختګ او د هغې ټولې نهایي پایلې به د وخت په تیریدو سره د د ټولو چارو تر بشپړېدو وروسته ښکاره شي.

پایله

د مس عینک کان پروژه د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره یو مهم فرصت دی، د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د مس عینک پروژې په برخه کې ګڼ پرمختګونه شوي دي او په دې برخه کې هڅې روانې دي او د دې پروژې بریالیتوب د افغانستان د اقتصاد په وده کې مهم رول لري، چې د هیواد د راتلونکو پرمختګونو لپاره یوه پوره کېدونکې هیله ده. د دې لپاره چې دا پرمختګونه دوام ولري، اړتیا ده چې امنیتي، تخنیکي، او ټولنیزې همکارۍ لاپسې پیاوړې شي چې په دې سره به اقتصادي ثبات او د سیمې پرمختګ ته تر بل هر وخت ښه زمینه مساعده شي.