د افغانستان او ترکمنستان اقتصادي اړیکو ته کتنه
لیکوال: امان الله حنیفي
سریزه
په نړیوال سوداګریز نظام کې د اړیکو پاللو او د هغه د پياوړتیا اهمیت ته په کتو، هر هېواد کوښښ کوي چې خپلې سوداګریزې اړیکې له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره په داسې ډول پراخې او قوي کړي، چې سوداګریزه تکیه یې د یو هېواد پر ځای په څو هېوادونو او سیمه و اوسي. د دې اړیکو پياوړتیا ته بیا د افغانستان په څېر هېوادونه چې بحر ته مستقیم لاسرسی نه لري، تر نورو هغو زیاته اړتیا لري.
افغانستان بحر ته د لاسرسي پيدا کولو په موخه کوښښ کوي، چې د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې خپل ټول تمرکز پر ګاونډیو هېوادونو راټول او له دې لارې ځان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وصل کړي. له نړیوالو اوبو سره د وصل کېدو په موخه افغانستان ته د نورو ګاونډیو هېوادونو په څېر ترکمنستان هم ډېر مهم دی. افغانستان کولای شي په دغه هېواد کې د لاجوردو تېرې شوې لارې په واسطه د اروپا بازارونو او نړیوالو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي. افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د ټولو ګاونډیو هېوادونو لپاره پر سوداګریز او ترانزيټ شریک سربېره د پلور یو ښه بازار هم دی. د منځنۍ اسیا هېوادونه او په ځانګړې توګه ترکمنستان د ګازو له پلوه د نړۍ څلورم بډای هېواد بلل کېږي او هڅه کوي ځان ته پېرودونکي ومومي، څو د دې لارې په مرسته د جنوب او جنوب - لوېدیځې اسیا مارکېټ ته اسانه او ارزانه لاسرسی ولري چې له امله یې افغانستان نه یوازې دا چې ترانزیټي؛ بلکې نورې اقتصادي ګټې هم ترلاسه کولی شي.
له دې سره سره چې افغانستان د ترکمنستان لپاره یو ښه مصرفي مارکېټ دی، برعکس ترکمنستان هم د افغانستان د وچو او تازه مېوو او همدا راز د زعفرانو او بېلابېلو افغاني محصولاتو لپاره د بازارموندنې او له دې لارې نړۍ ته د خپلو محصولاتي توکو رسولو یوه ښه لار بلل کېږي. که دواړه هېوادونه له موجودو فرصتونو ښه استفاده وکړي، پرته له شکه چې د اقتصادي ودې په پرمختګ کې به یې رغنده رول ولوبوي.
د افغانستان او ترکمنستان د اړیکو شالید
ترکمنستان په ۱۹۹۱ میلادي کال کې له شوروي اتحاد څخه خپلواکي واخیسته. د افغانستان د وخت حکومت د ۱۹۹۱ میلادي کال د ډسمبر میاشتې په ۲۲مه نېټه ترکمنستان د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژانده او له دغه هېواد سره یې خپلې سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکې پيل کړې. په همدې اساس د افغانستان د وخت د بهرنیو چارو وزیر عبدالوکیل او د ازبیکستان د وخت د بهرنیو چارو وزیر قليیف عبدالله ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پروتوکل د ۱۹۹۲ میلادي کال د فبروري میاشتې په ۲۱مه لاسلیک شو[1].
په ۱۹۹۳ میلادي کال کې افغانستان د شارژدافیر په توګه خپل لومړنی سیاسي استازی ترکمنستان ته معرفي کړ او له هغه وروسته د افغانستان په توافق ترکمنستان په هرات او بلخ کې خپلې قونسلګرۍ پرانیستې. د افغانستان او ترکمنستان د اړیکو پر پيل شاوخوا درې لسیزې اوړي. د تېرو درېیو لسیزو پر مهال د کابل او عشقآباد ترمنځ رسمي سیاسي او اقتصادي اړیکې ورځ تر بلې پياوړې او پراخې شوې دي، چې اوسمهال د سفارتونو په کچه دوام لري.
واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره ترکمنستان د خپل بې طرفه بهرني سیاست له مخې له لومړیو هغو هېوادونو دی، چې د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په مشرۍ یې لوړرتبه پلاوي کابل ته سفر وکړ او دلته یې د اسلامي امارت له رییسالوزراء ملا محمد حسن اخوند او ځینو نورو مسوولینو سره وکتل. ترکمنستان په کابل کې د خپل ډیپلوماتیک فعالیت په پيل سره له افغانستان سره د بیارغونې، بشري مرستو او بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتووالی وښود او تر دې مهاله یې ۱.۲ میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرستې افغانستان ته رالېږلې دي.
ترکمنستان نه یوازې دا چې د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان یو دوست هېواد پاتې شوی، بلکې د بې طرفه بهرني سیاست له مخې یې هېڅ وخت د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې. بې طرفي په دې مانا چې له پوځي اتحادونو سره له يو ځای کېدو او د هېوادونو په کورنيو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي[2]. ترکمنستان په افغانستان کې له وروستیو سیاسي تحولاتو او واک ته د اسلامي امارت له رسېدو را وروسته سیاسي او سوداګريزې اړیکې د پخوا په پرتله زیاتې او په دې برخه کې یې افغان سوداګرو ته د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي، امنیتي او سوداګریزو اړیکو د پياوړي کولو او پراخولو په موخه څو ځلې د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي چې د دغو لیدنو-کتنو په پایله کې د پام وړ مثبت پرمختګونه شوي دي.
د افغانستان او ترکمنستان اقتصادي اړیکې
ترکمنستان د منځنۍ اسیا د ټولو هېوادونو ۷۰ په سلو کې ګازي زېرمې لري او د منځنۍ اسیا یوازینی هېواد دی چې شاوخوا ۷ نیم زره کیلومټره د ګازو نل لیکې لري. ترکمنستان د نړۍ په کچه د طبیعي ګازو څلورم تولیدوونکی هېواد دی او جنوبي اسیا ته د ګازو د صادراتو په برخه کې له کلونو راهیسې له خپل قوي سیال ازبیکستان سره مخ دی. افغانستان؛ د ترکمنستان لپاره د ګازو د صادراتو په برخه کې یو له تر ټولو ښه انتخاب دی، ځکه فاصله لنډه او تقاضا زیاته ده. دا چاره نه یوازې د افغانستان په ګټه ده چې په ارزانه بیه او کم وخت کې به خپله اړتیا له دغه هېواد څخه پوره کوي؛ بلکې د ترکمنستان د ګازو صادراتو لپاره هم یو دایمي بازار جوړېږي او له دې لارې کولای شي نورو هېوادونو ته د خپلو صادراتو لړۍ وغځوي.
د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته د ترکمنستان د ګازو د صادراتو تر ټولو ښه پروژه ټاپي ده. د ټاپي پروژې د پلان د لومړي ځل لپاره په نوي یمه لسیزه کې د اسلامي امارت د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال وړاندې شو چې اسلامي امارت یې هرکلی وکړ. په هغه وخت کې د تېلو او ګازو دوه نړیوال شرکتونه؛ امریکايي یونیکال شرکت او د ارجنټاین بریډاس شرکت غوښتل چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقال کړي. د اسلامي امارت د لومړۍ دورې پر مهال د امارت استازو هم په ۱۹۹۷ کې له یونیکال شرکت سره د خبرو لپاره امریکا ته سفر وکړ. خو د نړیوالو شرکتونو له ټولو هڅو او د ترکمنستان، پاکستان او افغانستان تر منځ د هوکړه لیکونو له لاسلیکولو سره سره، د دې پروژې پیل له ځنډ سره مخ شو. سیمه ییز سیاست او سیالۍ، د دې پروګرام د ناکامۍ لامل شول[3].
د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د انتقال یوه تر ټولو مهمه پروژه همدا ټاپي ده، چې افغانستان او ترکمنستان پهکې اساسي رول لوبوي. د ټاپي ګازو پایپلاین ۱۸۰۰کیلومتره اوږدوالی لري، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته لېږدول کېږي. د دې نللیکې ۱۴۷کیلومتره به د ترکمنستان په خاوره کې او ۷۳۵ کیلومتره به یې افغانستان کې چې له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو تېریږي او ترڅنګ یې ۸۰۰ کیلو متره په پاکستان کې غځول کیږي.
دغه نل لیکه به د هرات - کندهار څخه په تېرېدو د پاکستان د کوېټې او ملتان له ښارونو تېره شي او په پای کې به د هند فازیلیکا ته ورسیږي. د دې پروژې ټول لګښت ۲۲ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالره ښودل شوی دی. دا پروژه د افغانستان او ترکمنستان څخه د څو کمپنیو لخوا پلې کېږي او همداراز د افغانستان د ګازو تصدي د ترکمنستان دولتي ګازو شرکت او له افغانستان څخه دوه خصوصي شرکتونه په کې ګډون لري. افغانستان به د دې پروژې له لارې هر کال کابو ۵۰۰ میلیون ډالره د ترانزیت او کله چې د ټاپي پروژه بشپړه شوه، نو تر لسو کلونو به ۵۰۰ میلیونه مترمکعبه ګاز او تر شلو کلونو پورې به یو میلیارد مترمکعب ګاز ترلاسه کوي. د لومړنیو څېړنو او شمېرو له مخې د ټاپي ګازو پایپلاین به هر کال ۳۳ میلیارده مترمکعب ګاز لیږدوي[4]. د دغه پروژې تطبیق به په افغانستان کې زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابر کړي، د ټاپي په مسیر کې ۴ سب سټېشنونه جوړیږي، چې اړوندو سیمو ته به په ارزانه بیه ګاز ورکوي او پر دې سربېره به صنعتي پارکونو ته د ګاز او حرارتي برېښنا د رسولو فرصت هم رامنځته کړي.
د اسلامي امارت په راتګ سره د ټاپي پروژې د پيل لپاره هڅې زیاتې شوې او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به یې د افغانستان په خاوره کې هم عملاً کار پيل شي[5].
ټاکل شوې ده چې د ټاپي پروژې ترڅنګ به یو شمېر نورې وړې او لویې پروژې هم پلې شي چې یوه له هغو په سیمه کې د نوري فایبر مزي لیږدول دي او دا به ګاونډي هېوادونه سره ونښلوي. د ټاپي ترڅنګ بله پروژه له ترکمنستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلۍ ده چې تر څنګ یې ویل کېږي چې د افغانستان تورغنډۍ د اوسپنې پټلۍ چې ۱۳ کیلومتره واټن لري د ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت به د ترکمنستان له لارې ورغول شي[6].
پر ګازو سربېره ترکمنستان د برېښنا ډېر لوړ ظرفیت لري. اوسمهال افغانستان له ترکمنستان څخه په لسګونو میګاواټه برېښنا واردوي، چې له دې برېښنا د هستوګنیزو کورونو په روښانه کولو، امارتي ادارو او همدا راز په صنعتي فابریکو کې ګټه اخیستل کېږي[7]. د ایران او ازبیکستان په پرتله ترکمنستان افغانستان ته په ارزانه بیه برېښنا ورکوي او تمه ده چې په هرات ولایت کې د ۲۲۰ کیلوولټ مزي د پاتې چارو په بشپړېدو سره به له دغه هېواد څخه د وارداتي برېښنا اندازه نوره هم زیاته شي. د افغانستان لپاره د وارداتي برېښنا په برخه کې تر ټولو ښه انتخاب ترکمنستان دی، هم یې برېښنا ارزانه ده او هم د هېواد مهم طرف غربي ولایتونو ته برېښنا ورکوي. په غربي ولایتونو په ځانګړې توګه هرات کې شاوخوا ۱۰۰۰ صنعتي فابریکې فعالیت کوي، چې د برېښنا په زیاتېدو سره به یې د تولید په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راشي[8].
په افغانستان کې د برېښنا ستونزې د هواري په موخه له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلو ولټ پروژه د افغانستان د برېښنا لپاره یوه تر ټولو مهمه او حیاتي پروژه ده چې په پلي کېدو سره به یې د پلازمېنې په ګډون د افغانستان په مرکزي، ختیځو او جنوبي ولایتونو کې د برېښنا ټولې اوسنۍ ستونزې حل شي. د دې پروژې ۷۶ سلنه کارونه بشپړ شوي او د اسلامي امارت له لوري یې د پاتې چارو د بشپړولو قرارداد له دوو کورنیو شرکتونو سره لاسلیک شوی دی او ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو کلونو به یې چارې بشپړې شي. د دغه پروژې په واسطه به ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا له ترکمنستان څخه افغانستان ته انتقال شي، چې د معلوماتو له مخې، تر ډېره به د صنعتي فابریکو د برېښنا ستونزه حل کړي[9].
پر ۵۰۰ کیلو ولټ سربېره ټاپ بله هغه پروژه ده چې په بشپړېدو سره به یې د افغانستان او ترکمنستان اقتصادي اړیکې لا پياوړې شي. دغه پروژه د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا په ترانزیټ کې مهم رول لوبولی شي. ټاپ د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د وارداتي برېښنا ګډه پروژه ده، چې افغانستان ته د انرژۍ ترڅنګ د برېښنا د انتقال د حقالعبور پيسې هم ورکول کیږي او دا پروژه د افغانستان له ثبات سره مرسته کوي[10].
د وارداتي برېښنا په برخه کې د ترکمنستان له لویو پروژو څخه ټوټاپ هم د یادونې وړ ده.د دغه پروژې له لارې به بيا له ترکمنستان-ازبکستان-تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان ته ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا صادره شي. پر دغه پروژه شاوخوا یو میلیارد ډالر لګښت راځي چې افغانستان ته ۳۰۰ میګاواټه برېښنا ورکوي. د دغه پروژې د قرارداد له مخې افغانستان اړ دی چې په کال کې ټاکل شوې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا وپېري، که یې وس ونه لري یا یې وانخلي، دوی به د قرارداد مطابق ټاکل شوې اندازه پیسې ترکمنستان ته ورکوي. دغه پروژه د سالنګ – کابل له مسیر څخه تېرېږي چې د غزني، لوګر، پکتیا، کندهار او خوست په ګډون د هېواد ۱۲ جنوبي ولایتونو ته برېښنا ورکوي[11]. د دې پروژې له لارې به افغانستان په کلني ډول په میلیونونو ډالر ترانزیټي فیس او یوه اندازه برېښنا ترلاسه کړي. د دغه پروژې په پلي کېدو سره به په افغانستان کې دننه زرګونو کسانو ته نوي کاري فرصتونه برابر شي او د دې ترڅنګ به په سیمهییزه کچه د افغانستان لپاره اقتصادي همکاري رامنځته کړي.
افغانستان او ترکمنستان د جغرافیوي موقعیتونو له کبله په سیمه ییز او ځانګړي ډول ترانزیټ کې مهم رول لوبولی شي. د سیمهییز ترانزیټ له جملې یوه هم د لاجوردو لار ده، چې افغانستان او ترکمنستان یې مهم غړي دي. د لاجوردو لاره یوه سوداګریزه او ترانسپورټي لاره ده، چې د افغانستان د فاریاب او هرات ولایتونو له آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه پېلیږي، د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر ته رسېږي، بیا د کاسپین سمندرګي څخه په تېرېدو د آذربایجان باکو ته ځان رسوي او له هغه ځایه د ګرجستان د تبلیسي ښار څخه په تېرېدو ترکیې او اروپا ته لاره پيدا کوي. څرنګه چې د لاجوردو لاره د وخت له مهمو او مواصلاتي لارو څخه شمېرل کېده، په اصل کې دا لاره د وریښمو د لارې یو مسیر او بیارغونه ده، چې لرغونتیا یې ۲۰۰۰ کالو ته رسېږي. له دې لارې څخه به لاجورد او ځینې نورې قیمتي ډبرې اروپا، روسیې، بالکان، قفقاز او د افریقا شمال ته لیږدول کېدې. د دې لارې لومړنۍ طرحه د وريښمو د تاريخي لارې د بديل په توګه د افغانستان په نوښت وړاندې شوه چې له نیکه مرغه د سیمې د هېوادونو له تاوده هرکلي سره مخ شوه. د ۲۰۱۷م کال د نومبر په ۱۵مه د ریکا (اقتصادي همکاریو کنفرانس) په پای کې د پنځو هېوادونو افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو لخوا د ترکمنستان په عشق اباد ښار کې د دې لارې د استفادې تړون لاسلیک شو. له یاد تړون وروسته د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د ډسمبر په ۱۳مه نېټه په رسمي ډول پر دغه لار د افغانستان ۱۸۰ ټنه سوداګریز توکي چې ۸۳ ټنه د پنبې تار، ۳۴ ټنه ممیز، ۳۶ ټنه د هیندواڼو زړي او ۲۷ ټنه کنجد پکې شامل وو، د تورغونډۍ له بندره د ترکمنستان هېواد ته او له هغه ځایه ترکیې او اروپايي هېوادونو ته ولېږدول شول. خو له هغه را وروسته بیا د ځینو ستونزو له امله افغانستان له دې لارې استفاده ونه کړه.
د لاجوردو لاره به د افغانستان سوداګریزه او ترانزیټي لارې متنوع کړي او دغه راز دا لاره به اروپا ته د افغانستان تر ټولو نږدې، ارزانه او باوري لاره هم وي. له سوداګرۍ او ترانزیټ ورهاخوا، دغه تړون به په سیمه کې د افغانستان د نښلون لپاره یو ستراتيژيک ګام وي. له دې لارې په استفاده سره سیمه ځانګړی سیاسي – اقتصادي ارزښت پيدا کوي او د نړیوال تجارت پاملرنه راجلبوي. همدې ارزښت ته په کتو افغانستان غواړي ځان له منځنۍ اسیا هېوادونو، ترکیې او اروپا سره وصل کړي. څو پېړۍ پخوا له دې لارې لاجورد او ځینې نورې قیمتي ډبرې اروپا، روسیې، بالکان، قفقاز او د افریقا شمال ته لیږدول کېدې او کله چې دا تاریخي سوداګریزه لاره ویجاړه شوه، نو افغانستان ته ډېری واردات د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې کېدل، چې نسبتاً اوږده او غیر مصئونه لاره بلل کېږي. د لاجوردو لار چې د کراچۍ له بندر پرته افغانستان له اروپا، منځني ختیځ، افریقا، بالکان او ترکیې سره نښلوي، د افغانستان سوداګرۍ لپاره تر ټولو لنډه، ډاډمنه، ارزانه او خوندي لار ده. د لاجوردو له لارې د اروپا مارکېټونو ته د افغانستان توکي په ۱۶ ورځو کې رسېږي، په داسې حال کې چې دغه توکي له کراچۍ بندره اروپا ته له ډېرو ستونزو او ننګونو سره له ۲۰ ورځو ډېر وخت نیسي[12]. د دې لارې په واسطه به نه یوازې دا چې د افغان سوداګرو توکي به په کم وخت او لږ لګښت سره چې د خرابېدو مخنیوی به یې هم شوی وي، د اروپا بازارونو ته ورسېږي؛ بلکې هلته به په ښه بیه وپلورل شي.
د لاجوردو لارې په بیا احیا سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اموالو په لېږد رالېږد او بیو کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي. د دغه لارې په واسطه به دواړه هېوادونه چې اوسمهال ازادو اوبو ته لاسرسی نه لري، وتوانېږي چې د اروپا بازارونو او نړیوالو اوبو ته ځانونه ورسوي. په دې صورت کې به د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې له آذربایجان، ګرجستان، ترکیې او اروپا سره پياوړې شي.
په دې وروستیو کې ترکمنستان ته د افغان اقتصادي پلاوي د سفر پر مهال پر لاجوردو لارې سربېره له اندخوی او آقینې څخه د دغه هېواد تر ترکمنباشي بندر پورې د لارې جوړېدو په اړه هم هوکړه شوې ده. د دغه لارې په واسطه به افغانستان د روسیې او قزاقستان په ګډون له مختلفو هېوادونو سره وصل شي. د دغه لارې د وصل کېدو په صورت کې به افغانستان د روسیې او قزاقستان بازارونو ته لاسرسی پيدا کړي، چې دا به د یادو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې پر زیاتوالي مستقیم تاثیر ولري.
اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د وارداتو او صادراتو په موخه په هرات کې د تورغونډۍ او په فاریاب کې د آقینې بندرونه فعاله دي. د توکو د وارداتو او صادراتو په موخه له یادو بندرونو زیاته استفاده کولای شي د سوداګرۍ کچه پراخه او په دغو بندرونو کې بهرنۍ پانګونې ته زمینه برابره کړي.
په دې وروستیو کې ترکمنستان ته د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي د لیدنو په ترڅ کې ترکمن چارواکو ویلي، دوی چمتو دي، چې له ترکمنباشي بندر څخه د افغانستان صادراتو او وارداتو ته اجازه ورکړي. له دې بندر څخه په استفادې سره به افغانستان د منځنۍ اسیا بازارونو ته لاسرسی پيدا کړي.
دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت شاوخوا ۴۸۱ میلیونو ډالر ته رسېږي، چې د ترکمنستان د صادراتو کچه پکې ۴۷۷ او پاتې هغه بیا د افغانستان ده. خو د دواړو هېوادونو ترمنځ موجودو فرصتونو څخه په استفادې سره دغه کچه تر یو میلیارد او ان تر هغه هم زیاتېدلی شي. اوسمهال افغانستان له ترکمنستان څخه طبیعي ګاز، برېښنا، وریجې، نباتي غوړي او یوشمېر نور خوراکي او غیر خوراکي توکي په ارزانه بیه او کم لګښت سره واردوي او په دې وروستیو کې دواړو لورو لېوالتیا ښودلې چې راکړه ورکړه به زیاتوي.