کابل ته د ازبیکستان د لومړي وزیر سفر؛ موخې او پایلې

لیکوال: امان الله حنیفي

سریزه

واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره د افغانستان په اړه د ګاونډیو، سیمې او ان نړۍ هېوادونو سیاست بدل شوی دی او اوس ټول هېوادونه افغانستان ته د سیمې د یو مهم لوبغاړي په توګه ګوري، چې کولی شي د سیمې په امنیتي، سیاسي او اقتصادي ثبات کې رغنده رول ولوبوي. په همدې موخه د پخوا په پرتله ډېری هېوادونه زیات لېواله دي چې له کابل سره خپلې هراړخیزې اړیکې پراخې کړي، څو وشي کولی د سیمې په راتلونکي اقتصادي وضعیت کې د کابل ګډ اقتصادي ملګري جوړ شي.

د دې هېوادونو له جملې یو هم ازبیکستان دی چې واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره ان په لومړیو ورځو کې پراخ سیاسي او اقتصادي تعامل ته را وړاندې شو. ازبیکستان د افغانستان په پوله هغه شریک ګاونډی هېواد دی، چې د ښه اقتصاد، ځانګړي جغرافیوي موقعیت او تخصصي بشري قوې په درلودو سره د مرکزي اسیا یو له مهمو او نفوذ لرونکو هېوادونو شمېرل کېږي. دغه هېواد له افغانستان سره ۱۳۷ کیلومتره ګډه پوله لري، چې د آمو سیند په واسطه دواړه هېوادونه یو له بل جدا شوي دي.

ازبیکستان د شوروي اتحاد پر مهال د نورو جمهوریتونو په پرتله په ښه موقف کې و او له شوروي اتحاد څخه د ازادۍ تر اخیستو وروسته یې هم خپل دا موقف همداسې پياوړی وساته. دغه هېواد په کور دننه د خپل اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر کار وکړ او پر هغه سربېره یې په سیمه کې د یو ښه سیاست په غوره کولو سره خپلې او د نورو هېوادونو ګټې ساتلې دي.

افغانستان د دغه هېواد په بهرني سیاست کې یو مهم ګاونډی هېواد پاتې شوی، چې د اسلامي امارت په راتګ او په افغانستان کې له لسیزو جګړو وروسته د سرتاسري امنیت په راتلو سره یې د سیاسي – اقتصادي اړیکو پراختیا ته لېوالتیا زیاته شوې ده. دغه هېواد پر نړیوالو سټیجونو د افغانستان اسلامي امارت سره د تعامل خبره کړې او دا یې په ډاګه کړې، چې یو باثباته او اقتصادي افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

په همدې موخه د دواړو هېوادونو لوړرتبه استازو د خپلو سیاسي او په ځانګړي ډول اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخولو په موخه ډېر سفرونه کړي، چې ښه بېلګه یې په دې وروستیو کې کابل ته د ازبیکستان د لومړي وزیر په مشرۍ د لوړپوړي اقتصادي پلاوي سفر و.

د دغه سفر اصلي موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراختیا او همدا راز په تاشکند کې د اسلامي امارت د ډيپلوماتیک فعالیت پراخولو و، چې د پام وړ ښې لاسته راوړنې یې درلودې.

کابل ته د ازبیکستان د لومړي وزیر د سفر موخه

د ازبیکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف اوف په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۷مه نېټه کابل ته په رسمي سفر راغی. د دغه پلاوي په ترکیب کې پر لومړي وزیر سربېره، د ازبیکستان د کرنې، سوداګرۍ، کانونو او ترانسپورټ وزیرانو، د دغه هېواد پانګوالو، سوداګرو او همدا راز د خصوصي سکټور استازو هم حضور درلود. واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راپدېخوا دا لومړی ځل دی چې د یو بهرني هېواد لومړی وزیر کابل ته سفر کوي.

د ښاغلي عبدالله عارف اوف سفر د دې ښکارندويي کوي چې واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره افغانستان د بیارغونې او اقتصادي ودې نوی مزل پيل کړی او دغه مزل د ګاونډ او سیمې په سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات کې رغنده رول لوبوي. نو اړتیا ده چې تاشکند د دغه مزل پر مهال د کابل ګډ ملګری جوړ شي.

د ازبیکستان لومړي وزیر ښاغلي عبدالله عارف اوف کابل ته د خپل سفر پر مهال د اسلامي امارت له لوړ پوړو مسوولینو سره وکتل او د لیدنو پر مهال یې ټول تمرکز پر دې راټول و چې، ازبیکستان د مرکزي اسیا په هېوادونو کې افغانستان ته د یو مهم او ستراتيژيک هېواد په توګه ګوري او لېواله دی چې په مختلفو برخو کې ورسره خپلې اړیکې پراخه کړي. نوموړي واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په افغانستان کې د ترسره شوو پرمختګونو په ځانګړې توګه د امنیت، پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د ترلاسه شوو لاسته راوړنو ستاینه وکړه او وویل چې ازبیک پانګوال غواړي له اسلامي امارت سره په همغږۍ د افغانستان د اوسپنې، مسو، سیمنټو تولید، نفتو او ګازو په کانونو کې پانګونه وکړي.

نوموړي په دغه برخه کې د ازبیک پانګوالو د پانګونې د لېوالتیا څرګندولو سربېره وویل، ازبیکستان چمتو دی چې په افغانستان کې د آمو نفتي حوزې استخراج شوي نفت ترمذ ته د تصفیې لپاره انتقال او بېرته یې د افغانستان بازارونو ته وارد کړي. د دغه سفر پر مهال ازبیک پلاوي په افغانستان کې د نفت او ګازو په برخه کې د یوې معیاري تصفیې خونې د جوړولو په برخه کې هم د پانګونې لېوالتیا وښوده او ژمنه یې وکړه چې په دغه برخه کې به افغان کدرونو ته د ظرفیت لوړونې او خپلو ترسره شوو تجربو شریکولو زمینه هم برابره کړي. ازبیک پانګوالو دا هم وویل چې دوی د افغانستان په شمال کې د سیمنټو د یوې لویې تولیدي کارخونې په برخه کې هم پانګونې ته چمتو دي او غواړي په دغه برخه کې د اسلامي امارت د همکارۍ ترلاسه کولو په برخه کې عملاً پانګونه وکړي.

د ښاغلي عبدالله عارف اوف په مشرۍ راغلي ازبیک پلاوي له افغانستان سره د خپلو سوداګریزو اړیکو زیاتوالي ته هم لېوالتیا وښوده او وویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ په کچه کې زیاتوالی راغلی او دوی غواړي چې سږ کال دغه کچه یو میلیارد او په نږدې راتلونکي کې درېیو میلیاردو ډالرو ته ورسوي. د دغه پلاوي مشر وویل چې په همدې موخه ازبیکستان غواړي په کابل کې خپله سوداګریزه آتشه معرفي کړي او همدا راز په حیرتان بندر کې له افغانستان سره په ګډه د سوداګریزو ستونزو او اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه ګډ کمېسیون هم جوړ کړي.

پردې سربېره یې د سوداګرۍ کچې د زیاتوالي په موخه دې ته هم لېوالتیا وښوده چې د حیرتان بندر له دې وروسته ۲۴ ساعته کړي، څو د دواړو هېوادونو سوداګر وشي کولی په اسانۍ سره یو او بل هېواد ته انتقالات وکړي. ازبیک پلاوي افغان سوداګرو او عامو خلکو ته بلنه ورکړه چې په ترمذ کې د ترمذ له نړیوال سوداګریز مرکز څخه پرته له ویزې او مالیې ورکولو د ۱۵ ورځو لپاره وړیا لیدنه وکړي.

همدا راز ازبیکستان د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې سره چې د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره ښه مساعد دی وویل، تاشکند غواړي چې له کابل سره په ګډه په حیرتان بندر کې سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه لوجستکي مرکز هم جوړ کړي، چې په مختلفو برخو کې به خدمات وړاندې کوي.

د ازبیکستان لومړي وزیر افغان لوري ته ډاډ ورکړ چې نور به د افغان ټرانس پروژه د کاغذ پر مخ نه، بلکې په عملي ډول تطبیق شي، چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ په برخه کې ډېر پرمختګ راشي. د افغان ټرانس پروژې د عملي چارو د پيل په اړه اسلامي امارت تاشکند ته د هر ډول همکارۍ پوره اطمینان ورکړ او دغه پروژه یې د سیمې په اقتصادي ثبات کې مهمه وبلله.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتوالي په موخه ازبیکستان لېوالتیا وښوده چې دوی چمتو دي د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ پروژه تر کابل پورې وغځوي او همدار راز د هرات – کندهار- سپين بولدک د اوسپنې پټلۍ شبکې په برخه کې هم له افغانستان سره همکاري وکړي. دوی وویل، تاشکند چمتو دی چې په حیرتان بندر کې د نائب اباد سټېشن کې پانګونه وکړي او دغه سټېشن د سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه پراخ کړي.

ازبیکستان د منځنۍ اسیا هېوادونو له ډلې هغه هېواد دی چې زراعت یې د پام وړ وده کړې او پر مټ یې د خپل هېواد اقتصادي وده غوړېدلې ده. دوی اوسمهال لېواله دي چې له افغانستان سره د اصلاح شوو تخمونو، د اوبولګونې سیسټمونو، مالدارۍ او همداراز د زراعتي فارمونو جوړولو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

کابل ته د ازبیکستان د لومړي وزیر د سفر پر مهال افغانستان ته له دغه هېواد څخه د وارداتي برېښنا د زیاتوالي او ثبات په اړه هم بحث وشو او ازبیک لوري ژمنه وکړه، چې افغانستان ته به د قرارداد مطابق برېښنا ورکوي او پر دې سربېره دوی لېواله دي، چې د سرخان – پلخمري وارداتي برېښنا  ۵۰۰ کیلوولټ پروژه هم تکمیل کړي. دوی څرګنده کړه چې د دې پروژې د بشپړولو او ترې د مؤثرې استفاده په موخه دې ته هم چمتو دي چې د اسلامي امارت په غوښتنه د کابل ارغندۍ سب سټېشن ظرفیت له ۴۰۰ میګاواټه څخه ۱۲۰۰ ته لوړ کړي او همدا راز د سرخان – پلخمري برېښنا د لین غځولو پروژه ان تر کابل پورې را ورسوي.

پردې ټولو سربېره د ازبیکستان لومړي وزیر له کابل سره د تاشکند د سیاسي اړیکو د پراخوالي لېوالتیا هم څرګنده کړه او وویل، ازبیکستان په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت معرفي شوی سفیر منلی او په نږدې راتلونکي کې به په رسمي ډول دغه اعلان وکړي. نوموړي دا هم وویل، ازبیکستان چمتو دی چې په تاشکند کې د افغانستان ډيپلوماتیک ظرفیت نور هم لوړ کړي.  

له دې ټولو سره سره کابل ته د ازبیکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف اوف د سفر پر مهال په ګڼو نورو برخو کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه بحثونه وشول، چې د اسلامي امارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د کابل او تاشکند ترمنځ د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د تفاهم‌نامو لاسلیک کېدل

کابل ته د ازبیکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف اوف او د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت ۳۵ تفاهم‌نامې لاسلیک شوې. په دغو تفاهم‌نامو کې د ۱.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت ۱۲ د پانګونې او همدا راز د ۱.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت ۲۳ سوداګریزې تفاهم‌نامې شاملې دي، چې په پلي کېدو سره به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې او د سوداګرۍ په کچه کې به د پام وړ زیاتوالی راشي.

په همدې ترتیب کابل ته د ښاغلي عبدالله عارف اوف د سفر پر مهال په کابل کې د افغانستان - ازبیکستان سوداګریزه غونډه او د ازبیکستان د تولیداتو نندارتون د دواړو هېوادونو د صنعت او سوداګرۍ وزیرانو او خصوصي سکټور د چارواکو په حضور کې په کابل کې پرانیستل شول. د دغه سوداګریزې غونډې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې په برخو کې په بېلابېلو مسایلو خبرې وشوې او دواړو لورو په یادو برخو کې د نورو پرمختګونو رامنځته کولو په موخه د ګډو تخنیکي کمېټو پر رامنځته کولو هوکړه وکړه.

د افغانستان نړیوال نندارتون په مرکز کې د ازبیکستان د صنعتي توکو په نندارتون کې هم دغه هېواد لسګونه صنعتي تولیداتو د درېیو ورځو لپاره نندارې ته اېښي وو، چې د افغانانو له لوري یې تود هرکلی وشو.