د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۶:۹
fdbre

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه چې د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم په سرپل ولایت کې د مسو د پروسس، د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د سب سټیشن د پراختیا، په ننگرهار او پکتیکا ولایتونو کې په ترتیب سره د څلوېښت او لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید او د یو لړ نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د سرپل د بلخاب د مسو کانو په اړه دې خپل معلومات له اقتصادي کمیسیون سره شریک کړي. دغه راز خصوصي سکټور له لوري د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د سب سټېشن د پراختیا او د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې په ترتیب سره د ۴۰ او ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پر موضوع تر هر اړخیز بحث وروسته د اوبو او انرژۍ او د کانونو او پټرولیم وزارتونو او د امارتي شرکتونو رهبري پلاوي اړوند د افغانستان برېښنا شرکت ته دنده وسپارل شوه، چې د یادې پروژې په اړه د خپلو څېړنو راپور اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

BACK TO NEWS