د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي منظور شوه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۵:۳
د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي منظور شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون له لوري د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي تایید او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري منظوره شوه. دغه پالیسي (پر اسلامي اقتصادي نظام ولاړ پرمختللی او سوکاله افغانستان) لیدلوری او (د پانګونې د جذب او پراختیا لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول؛ د کورنیو تولیداتو او صادراتو زیاتول؛ د اشتغال کچې لوړول او د بې‌وزلۍ کمول؛ پایداره اقتصادي پراختیا او وده؛ د اقتصادي ثبات، سوکالۍ او اسلامي ټولنیز عدالت ټینګښت) موخې لري. اقتصادي پالیسي به د هېواد د اقتصادي فعالیتونو په همغږي کولو، له منابعو څخه د غوره ګټې اخیستنې او د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې مهم رول ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS