ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۸ میلیارده افغانیو په لګښت شپږ پروژې منظورې کړې

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۵:۱۷
ملي تدارکاتو کمېسیون د  ۳.۸ میلیارده افغانیو په لګښت شپږ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۳۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. له بحث وروسته ۲۰ پروژې د یو لړ تعدیلونو په واردولو سره او د ۳.۸ میلیارد افغانیو په ارزښت شپږ پروژې منظورې شوې.

همدارنګه د څلورو پروژو په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له ګټونکو شرکتونو سره د پروژو د قېمتونو په اړه مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

په منظور شوو پروژو کې د کونړ ولایت د ۲۰۰ بستریز روغتون د ودانۍ د پاتې چارو بشپړول، په پکتیکا ولایت کې د ۶۰۰ مټریک ټنه په ظرفیت د سړې خونې جوړول، د فاریاب ولایت د میمنې ښار څخه د همدې ولایت تر فردوس ولسوالۍ پورې د ۲۵ کیلومتره سړک جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي. منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه وټاکل شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.
محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

BACK TO NEWS