په نږدې راتلونکي کې به د بخش اباد خاکي بند عملي چارې پيل شي

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۵:۱۰
په نږدې راتلونکي کې به د بخش اباد خاکي بند عملي چارې پيل شي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د میزان میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره وکتل. د لیدنې پر مهال د فراه ولایت علماوو او قومي مشرانو د فراه ولسونو د اوبو کمښت، برېښنا او ترانسپورټ په برخو کې موجودې ستونزې شریکې کړې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د یادو ستونزو د حل په موخه د اړوندو وزارتونو او ادارو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، څو د موجوده امکاناتو په صورت کې ورته رسېدنه وکړي.

په ناسته کې يادو مسوولینو ډاډ ورکړ، چې په نږدې راتلونکي کې به د بخش اباد خاکي بند او د فراه ولایت له مرکز تر فراه رود پورې د غځېدلي سړک عملي چارې پیل شي او همداراز به هڅه وکړي، څو د وارداتي برېښنا پر مټ او یا هم د خصوصي سکټور له لوري د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې له لارې د دوی د برېښنا ستونزه حل کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۰
Background image

په ګمرکونو کې د وارداتي تجارتي شرکتونو د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه نن دوشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په یوولسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د مالیې وزارت له لوري د هېواد په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۴۵
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه کې د لمریزې برېښنا د تولید او سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د کابل ښاروالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

BACK TO NEWS