د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړي پلاوي او د دوست هېواد ترکمنستان ملي رهبر ښاغلي قربانقلي بردي محمدوف او ورسره مل پلاوي د روان ۱۴۰۴ لمريز کال د ميزان مياشتې په ۲۸مه نېټه د افغانستان په خاوره کې د ټا

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۲۰
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړي پلاوي او د دوست هېواد ترکمنستان ملي رهبر ښاغلي قربانقلي بردي محمدوف او ورسره مل پلاوي د روان ۱۴۰۴ لمريز کال د ميزان مياشتې په ۲۸مه نېټه د افغانستان په خاوره کې د ټا

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ترکمنستان له ملي رهبر څخه مننه وکړه چې د ټاپي پروژې د عملي چارو د لېدنې او په دې برخه کې د لا ډېرې همغږۍ په موخه یې افغانستان ته تشریف راوړی. محترم ملا صاحب ټاپي د سیمه‌ییزې همکارۍ، اقتصادي یووالي او ګډې سوکالۍ رامنځته کېدو لپاره مهمه وبلله او ویې ویل، چې اوسمهال یې په افغانستان کې عملي چارو ۱۴ کیلومتره پرمختګ کړی دی.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، د اسلامي امارت لیدلوری یوازې تر ټاپي پروژې محدود نه دی؛ بلکې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي دهلېز د پراختیا په هدف کار کوي. په دغه دهلېز کې د ټاپ - ۵۰۰  برېښنا د انتقال پروژه، د ریل پټلۍ جوړونه، سړکونه او لوجستیکي مرکزونه او نورې اقتصادي پروژې شاملې دي چې اسلامي امارت یې د پلي کېدو، امنیت او دوام لپاره پوره ژمن دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال همداراز پر ترکمنستان او ټولو نړیوالو شریکانو غږ وکړ، چې په افغانستان کې د پانګونې له موجودو فرصتونو ګټه پورته او دلته پانګونه وکړي.

ورپسې د ترکمنستان ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف خبرې وکړې. نوموړي د کابل او عشق اباد اړيکې پياوړې او د پراختيا په حال کې وبللې او له اسلامي امارت يې مننه وکړه چې د دغه مهمې سيمه ييزې پروژې د تطبيق لپاره يې پوره همکاري وکړه.

نوموړي وويل، ټاپي پروژه د ترکمن حکومت په لومړيتوبونو کې ده چې د سيمې په اقتصادي ثبات کې به رغنده رول ولوبوي. هغه زياته کړه، د ټاپي پروژې د تطبيق لپاره اوسمهال تر ټولو ښه شرايط برابر شوي او په سيمه کې يوازينۍ پروژه ده چې نړيوال ملاتړ له ځان سره لري.

قربانقلي بردي محمدوف همداراز وويل، ترکمنستان به په خپل ټاکلي وخت د ټاپي پروژې چارې بشپړې کړي چې افغانستان به په کلني ډول ترې شاوخوا يو ميليارد ډالر عوايد ولري.

په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پر ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ چې د تقابل او غیر اصولي کړنو پر ځای په متقابل احترام ولاړو اړیکو ته دې مخه وکړي او د هېوادونو ملي حاکمیت، غرور او ملت ته دې په سپکه سترګه نه ګوري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS