د کان کیندنې پروژو کې له کورنیو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې پالیسۍ مسوده د تایید وړ وبلل شوه

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۱:۱۵
د کان کیندنې پروژو کې له کورنیو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې پالیسۍ مسوده د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د کان کیندنې پروژو کې له کورنیو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې پالیسۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوه. له هراړخیزې ارزونې وروسته یاده مسوده د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

د دې پالیسۍ په تطبیق سره به د کان کیندنې برخې د کاري ځواک فني او حرفوي مهارتونه لوړ شي، د کان کیندنې په پروژو کې به دوامداره کاري فرصتونه رامنځته شي، د کان کیندنې په پروژو کې به له کورنیو سرچینو څخه ګټه اخیستنه زیاته او پر وارداتو به تکیه راکمه او همداراز به د کورنیو صنایعو او سیمه ییز اقتصاد ودې ته زمینه برابره شي.

همداراز په دې غونډه کې د یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه هم بحث ترسره او په اړه یې اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۴۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په کابل کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان پرانیسته وکړه.
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې «د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

BACK TO NEWS