محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سمنګان ولایت له زلزله ځپلو سره خواخوږي او غم شریکي وکړه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۰
محترم ملا عبدالغنی برادر آخند با آسیب دیدگان زلزله در ولایت سمنگان ابراز همدردی نمود

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۴مه نېټه سمنګان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د زلزلې له امله له زیانمنو شویو هېوادوالو سره د خواخوږۍ په موخه لیدنه وکړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په زلزله کې د شهیدانو شوو هېوادوالو روح ته دعا وکړه، د شهیدانو کورنیو ته یې تسلیت ووایه، ټپيانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه او ځان یې د هغوی په غم کې شریک وباله. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت ستاسي تر څنګ ولاړ دی او ډاډ درکوي چې د خپلو ټولو امکاناتو په چوکاټ کې به د سرپناه جوړولو، کورونو ابادولو او ځینو نورو برخو کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.

محترم ملا صاحب له ټولو هغو خیریه بنسټونو، سوداګرو او هېوادوالو څخه مننه وکړه، چې په دې سخت وخت کې یې له زلزله ځپلو سره مرسته کړې ده. حاجي ملا صاحب یوځل بیا هم پر ټولو شتمنو هېوادوالو، سوداګرو او نړیوالو خیریه بنسټونو غږ وکړ، چې د دې دردونکې پېښې له قربانیانو او زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند سمنګان ولایت ته نغدي مرستې هم وړې دي، چې زیانمنو شویو هېوادوالو ته به د کورونو ابادولو، سرپناه جوړولو، د ټپيانو درملنې او نورو برخو کې د ستونزو د حل لپاره د سمنګانو ولایتي مسوولینو له لوري په شفاف ډول ووېشل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۴۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په کابل کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان پرانیسته وکړه.
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې «د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

BACK TO NEWS