د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وکړ

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۰:۵۶
د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وکړ

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د دوه استوګنیزو او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې. له مفصل بحث وروسته یادې طرحې اړوندو ادارو ته راجع شوې او مسوولینو ته یې دنده وسپارل شوه، څو د یادو طرحو هراړخیزه ارزونه ترسره او راپور یې په ټاکلي وخت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۴۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په کابل کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان پرانیسته وکړه.
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې «د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

BACK TO NEWS