د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې غونډه کې د شویو ۱۳ پرېکړو د تعقیب په موخه غونډه ترسره شوه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۵:۱۲
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې غونډه کې د شویو ۱۳ پرېکړو د تعقیب په موخه غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه ترسره شوه. غونډې ته چې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې غونډه کې د شویو ۱۳ پرېکړو د تطبیق په اړه اړوندو وزارتونو او ادارو خپل کاري راپورونه او جوړې شوې کړنلارې وړاندې کړې.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې ترسره شوې غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه څو هغه ځمکې چې خالص امارتي ملکیت او د هستوګنې او سوداګرۍ لپاره دي، تر ښاري پلان لاندې او زیربنايي (بنسټیزې) چارې یې یوه اندازه ترسره شوې دي، هراړخیزه کړنلاره ورته جوړه کړي چې له مخې یې هېوادوالو ته ځمکې تملیکاً په اصولي توګه وویشل شي. همدا راز یاده کمېټه مکلفه شوې وه څو د هغو هستوګنیزو ښارګوټو لپاره چې د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري امارتي ثابت شوي او تصفیه شوي دي، هراړخیزه کړنلاره ورته جوړه کړي چې له مخې یې د ښاري پلان مطابق هېوادوالو ته د ابادۍ او ودانولو په موخه تملیکاً ورکړل شي. همداراز یاده کمېټه دې د ښاري پلان له مخې د خلکو په شخصي ځمکو کې د ابادۍ او ودانیزو چارو ترسره کولو بهیر اسانه او سهولتونه ورته رامنځته کړي.

مؤظفې کمېټې د یادې پرېکړې د لومړي او دویم بند لپاره جامع کړنلاره جوړه او د اقتصادي کمېسیون نننۍ ځانګړې غونډې ته یې وړاندې کړه. یادې کمېټې همدا راز په شخصي ځمکو کې د ابادۍ او ودانیزو چارو ترسره کولو په برخو کې د پام وړ اسانتیاوې راوستې دي.

همدا راز د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون د ځانګړې غونډې د پرېکړې مطابق کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ټول هېواد کې د صنعتي پارکونو د جوړېدو په موخه صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د مرکز په شمول په ټولو ولایتونو کې د ځمکو د انتقال پروسه پيل کړې ده، چې ژر به دا پروسه بشپړه او د صنعتي پارکونو د جوړېدو چارې به پيل شي.

دې غونډې ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې ناسته کې د شویو ۱۳ پرېکړو د تطبیق په اړه اړوندو وزارتونو او ادارو خپل کاري راپورونه او جوړې شوې کړنلارې هم وړاندې  کړې.

دغه کاري راپورونه او چمتو شوې کړنلارې به د منظورۍ په موخه له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی سره شریکې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، په. . .

BACK TO NEWS