د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۲۴
د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۲مه نېټه د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د صنعت د پرمختګ لپاره برېښنا اړینه وبلله او ویې ویل، چې افغانستان له کونړ سیند نیولې د هلمند او فراه تر پراخو لمر لرونکو دښتو او د هرات او نیمروز تر چټکو بادونو پورې د برېښنا تولید لپاره بې شمېره سرچینې لري. هغه زیاته کړه، د برېښنا په برخه کې خودکفایۍ ته رسېدل اسلامي امارت په خپلو لومړیتونو کې نیولي او په دې برخه کې اساسي هڅې کوي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په خبره، د برېښنا په برخه کې په خودکفا کېدو سره به افغانستان د بې کیفیته وارداتو پر ځای باکیفیته توکي بهر ته صادروي او هېواد ته به د پانګې راتلو دروازې پرانیستل شي.

په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پر ټولو سوداګرو او پانګوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې د صنعت او په ځانګړي ډول د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت ډاډ ورکوي، چې هر ډول اسانتیاوې ورته برابروي.

د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه څلور مېګاواټه برېښنا تولیدوي، چې تر ډېره به د دغه ولایت د اوسېدونکو د برېښنا ستونزې ورسره حل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۴۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په کابل کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان پرانیسته وکړه.
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې «د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

BACK TO NEWS