ملي تدارکاتو کمیسیون د شاوخوا ۵. ۱میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظورې کړې

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۴
ملي تدارکاتو کمیسیون د شاوخوا ۵. ۱میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۱مه نېټه د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دې غونډې ته ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.

په غونډه کې له هراړخیز بحث وروسته د څه باندې یو میلیارد او ۵۳۸ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظورې شوې او په ۱۵ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل. همدارنګه د یوې پروژې قرارداد فسخه، یوه اعاده او د دوو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه چې د پروژې هر اړخیزه ارزونه وکړي او پایلې یې د ملي تدارکاتو کمیسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

 په منظور شویو پروژو کې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ یتیم تپې د تحکیماتو نهم لاټ، د غور د هوایي ډګر د ځغاستلیکې ترمیم، د کابل نړیوال هوایي ډګر د حفظ او مراقبت قرار دادونو ورکړه،د بغلان د دهنه غوري سړک څه باندې ۱۷ کیلومتره سړک جوړول، د پکتیکا د زرګرانو ـ ګردیز ښار سړک جوړول، د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت ته د معدني وسایلو پیرودل، د افغان تور امارتي شرکت د اړتیا وړ موټرو پیرودل، له قرباغ او مقر څخه ترشاه جوی پورې د سب استیشنونو جوړول او نصب، د کابل موسهي ولسوالۍ د برق رسونې، ساختماني موادو، نصب او مونتاژ او د دغه ولایت د باریکاب د ۲۲۰ کیلوولټه سب سټیشن د سروې، ډیزاین او تیست د ورکړې قراردادونه شامل دي.

منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د جبل السراج سیمنټو دویمې تولیدي فابریکې د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۸مه نېټه د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د جبل السراج سیمنټو دویمې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۱۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۱:۴۲
Background image

د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د دوه سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت اړوند پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS