له کونړ سیند څخه تر درونټې بند پورې د اوبو رسولو وړاندیز د تایید وړ وبلل شو

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۱۲
له کونړ سیند څخه تر درونټې بند پورې د اوبو رسولو وړاندیز د تایید وړ وبلل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له کونړ سیند څخه د ګمبیري دښتې د ښکتنۍ برخې په مسیر د درونټې بند تر کاسې پورې د اوبو رسولو وړاندیز د بحث لپاره وړاندې شو. له هراړخیز بحث وروسته یاد وړاندیز د تایید وړ وبلل شو او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شو.

له کونړ سیند څخه درونټې بند ته د اوبو په انتقال سره به د ننګرهار ولایت د ډېری کرنیزو ځمکو د اوبو کمښت ستونزه حل شي.

همدارنګه په دې غونډه کې د بادغیس ولایت د حلقوي سړک د پنځمې برخې (۲۵ کیلومتره) پروژې په اړه هم بحث وشو. په دې اړه ځانګړې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د یادې پروژې هراړخیزه څېړنه ترسره او راپور یې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۲:۳۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د نندارتون پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د افغانستان نړیوال ننداتون مرکز کې په هېواد کې د مخابراتو او ټیکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS