د کابل ولایت مقام مخې ته د هوايي پُل د جوړېدو چارې پيل شوې

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۲:۳۰
د کابل ولایت مقام مخې ته د هوايي پُل د جوړېدو چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په نهمه نېټه د کابل ولایت مقام مخې ته د موټرو د تګ راتګ لپاره د هوايي پُل د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د نفوس زیاتوالي، د اقتصادي فعالیتونو حجم او د کابل ښار اوسني وضعیت ته په کتو ښاري پراختیا، ترانسپورټي زېربنا او ښاري نظم اساسي اړتیا وبلله او ویې ویل، کابل ښار باید په معاصره توګه د یو منظم ښاري پلان له مخې پراختیا ومومي.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، له نېکه مرغه کابل ښاروالۍ د همدې اړتیا په درک کولو سره په بې سارې توګه د کابل ښار د ترانسپورټي او ښاري نظم په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره کړي، چې د ستاینې او قدر وړ دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال همداراز له کابل ښاریانو وغوښتل څو د ښار په پاکوالي او نظم کې خپل مسوولیت ادا او د زېربنايي پروژو په برخه کې پوره همکاري وکړي.

په پای کې محترم ملا صاحب د دې پروژې له انجنیرانو وغوښتل چې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره یې چارې په ښه ډول بشپړې کړي.

دغه هوايي پُل ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور او ۶.۸ متره لوړوالی لري چې ۴۶۲ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي او چارې به یې په ۱۵ میاشتو کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS