د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي او د کبانو روزنې سکټور د پراختیا طرحه تایید شوه

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۲۵
د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي او د کبانو روزنې سکټور د پراختیا طرحه تایید شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي وړاندې او له بحث وروسته تایید شوه. د کرنې او مالدارۍ سکټور میکانیزه کول، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د څیړنیزو او ترویجي سیسټمونو پراختیا، د اوبولګونې سیسټمونو مدیریت، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې ملاتړ او باکیفیته کرنیزو او حیواني محصولاتو ته د خلکو لاسرسی د دې پالیسۍ اساسي موخې دي.

همدارنګه په دې غونډه کې د کبانو روزنې سکټور د پراختیا پر طرحه هم بحث ترسره او تایید شوه. د دې طرحې له مخې به د هېواد په مختلفو سکټورونو کې د خصوصي سکټور د پانګونې له لارې په ۶۵۰۰ هکټاره ځمکه د کبانو  د تولید او روزنې ۷۷۰۰ کوچني، متوسط او لوی فارمونه جوړ شي. د دې طرحې په تطبیق سره به په مستقیم ډول ۵۰ زره او په غیر مستقیم ډول به ۲۵۰ زره هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

همدارنګه د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول، چې په اړه یې اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

یادې پرېکړې د نهايي تصمیم  په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته په خوست ولایت کې د ورزشي او تفریحي کمپلېکس او د سمنګان ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۲
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۶.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۰:۲۱
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: شریر او ورانکاري عناصر دې د نورو په لمسون له بې ځایه تخریب څخه لاس واخلي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۲۸مه نېټه په دفاع وزارت کې له انګریزي ښکېلاک څخه د هېواد د ازادۍ اخیستو د ۱۰۷مې. . .

BACK TO NEWS