په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۱:۴۷
په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې د ښاروالۍ پر ځمکه د شرعي عقد (استصناع) پر بنسټ د سوداګریز مارکېټ د جوړېدو طرحې په تړاو د ټاکل شوې کمېټې راپور وړاندې شو. د راپور له مخې، یاده طرحه د تایید وړ وبلل شوه. د دې طرحې له مخې به دغه سوداګریز مارکېټ دوه پوړونه او ۱۴۸ دوکانونه ولري.

همداراز دې غونډې ته د جوزجان ولایت د مرکز اړوند په درېیمه ناحیه کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ د جوړېدو طرحې په تړاو د ټاکل شوې کمېټې راپور وړاندې شو. د راپور له مخې، یاده طرحه د تایید وړ وبلل شوه. د دې طرحې پر اساس به دغه سوداګریز مارکېټ پنځه پوړونه او ۷۹ دوکانونه ولري.

همدارنګه په دې غونډه کې د سوداګریزو، دیني، ټولنیزو او امارتي اعلانونو د خپرولو په موخه پر ښاري ټکسي موټرو د سکرینونو لګولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوه. له بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د دې طرحې ټول اړخونه په ښه ډول و ارزوي او خپل راپور په ټاکلې نېټه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS