په ګمرکونو کې د وارداتي تجارتي شرکتونو د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۰
په ګمرکونو کې د وارداتي تجارتي شرکتونو د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه نن دوشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په یوولسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د مالیې وزارت له لوري د هېواد په ګمرکونو کې د تجارتي وارداتي شرکتونو د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه د بحث لپاره وړاندې او له ارزونې وروسته د تایید وړ وبلل شوه. د دې طرحې د تطبیق په صورت کې به وارداتي تجارتي شرکتونو ډېرې اسانتیاوې رامنځته او بیت‌المال ته به په زیاته اندازه عواید جمع شي.

 دې غونډې ته په هېواد کې د بهرنیو تمویلوونکو د نیمګړو پروژو په تړاو د ټاکل شوې کمېټې راپور وړاندې شو. د راپور له اورېدو وروسته پرېکړه وشوه، چې د یادو پروژو د هراړخیزې ارزونې او اولویت بندۍ لپاره دې ټاکل شوې کمېټه کار وکړي او خپل راپور دې په ټاکلي وخت د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې ته وړاندې کړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د ځمکو او اراضۍ د تثبیت او د سیسټم عصري کولو په تړاو پر وړاندې شوې طرحه هم بحث وشو. له بحث وروسته کرنې وزارت ته سپارښتنه وشوه، چې یاده طرحه د لا غني کېدو په موخه له اړوندو ادارو سره د نظر اخیستو په موخه شریکه او نهايي شوه طرحې د تخنیکي کمېټې راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.

همدارنګه د تخنیکي کمېټې له لوري له هېواد څخه بهر ته د المونیم د صادرولو پر موضوع هم بحث وشو. د یادې موضوع د هراړخیزې ارزونې لپاره کمېټه وټاکل شوه او سپارښتنه ورته وشوه، چې خپل راپور په ټاکلې نېټه تخنیکي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۳۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لار نقشې پر ژر نهايي کېدو ټینګار وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲
Background image

قزاقستان په کابل کې د درملو د پلور څانګه او د سوداګرۍ خونه پرانیزي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د قزاقستان د لومړي وزير له مرستیال او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

BACK TO NEWS