د مس عینک پروژې په اړه مجلس ترسره شو

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۶:۲۰
د مس عینک پروژې په اړه مجلس ترسره شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت له عمومي رییس سره نن د روان ۱۴۰۴ کال د ثور میاشتې په ۲۰مه نېټه په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال مس عینک د افغانستان یوه مهمه اقتصادي پروژه وبلله او ویې ویل، اسلامي امارت د دې پروژې د چارو پر مخ بیولو لپاره قراردادي شرکت ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي. محترم ملا صاحب له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دې د یادې پروژې ساختماني چارې پیل او هغه ستونزې دې هوارې کړي چې د پروژې په کارونو کې د ځنډ لامل ګرځي.

د ام‌سي‌سي شرکت عمومي رییس وانګ جي چینګ د پروژې په پرمخ بیولو کې د اسلامي امارت همکاري وستایله او ویې ویل، د مس عینک پروژې په اړه په ډېرو برخو کې پرمختګونه شوي او چمتو دي، چې له کانونو او پټرولیم وزارت سره په همغږۍ دغه پروژه  پرمخ بوځي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، په. . .

BACK TO NEWS