د قشقري نفتي بلاک د استخراج ارزونې په اړه ټاکل شوې کمېټې راپور وړاندې کړ

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۹:۰
د قشقري نفتي بلاک د استخراج ارزونې په اړه ټاکل شوې کمېټې راپور وړاندې کړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ته د قشقري نفتي بلاک د استخراج ارزونې په اړه ټاکل شوې کمېټې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۰مه نېټه خپل راپور وړاندې کړ.

 دغه کمېټه د افغانستان اسلامي امارت د رئیس‌الوزراء محترم ملا محمد حسن اخوند په هدایت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري ټاکل شوې وه. یادې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه څو د قشقري نفتي بلاک د قرارداد د تطبیق په برخه کې د قراردادي شرکت نیمګړتیاوې وارزوي. دغې کمېټې د قراردادي شرکت نیمګړتیاوې او په ساحه کې د شته ستونزو په اړه خپل راپور وړاندې کړ. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري هدایت ورته شو څو یاد راپور د بعدي تصمیم نیونې په موخه د ریاست‌الوزراء عالي مقام سره شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS