د شبرغان – الوان دښتې ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو پروژې چارې ۸۵ سلنه پرمخ تللې دي

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۴:۱۹
د شبرغان – الوان دښتې ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو پروژې چارې ۸۵ سلنه پرمخ تللې دي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ کال د ثور میاشتې په ۲۱مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انوېسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره وکتل.

د لیدنې پرمهال د افغان انوېسټ شرکت مسوولینو د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره د شبرغان – الوان دښتې ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو پروژې، د دښت الوان سب‌سټېشن د پراختیايي چارو او همداراز د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان د کاري پرمختګونو راپورونه شریک کړل. دوی وویل، د شبرغان – الوان دښتې ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو پروژې چارې په ښه ډول روانې دي چې اوسمهال یې ۸۵ سلنه کارونه پرمخ تللي او په ټاکلي وخت به بشپړ شي. د دښت الوان سب‌سټېشن تخنیکي مطالعات بشپړ شوي او په نږدې وخت کې به یې ساختماني چارې هم پيل شي.

د افغان انوېسټ شرکت مسوولینو زیاته کړه، یاد شرکت د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان سروې بشپړه کړې او اوسمهال یې په ابتدايي ډول اکتشاف پيل کړی، چې له ۲۰۰ زیات هېوادوال پکې په کار مصروف دي. د دوی په خبره، په هېواد کې دننه د دغه کان د پروسس په موخه د معیاري فابریکې ډیزاین یې هم پيل کړی، چې له بشپړېدو وروسته به د فابریکې د جوړولو چارې پيل کړي. د دغه لیدنې پر مهال د یاد شرکت مسوولینو په یوشمېر برخو کې خپلې ستونزې هم شریکې کړې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د یاد شرکت له ترسره شوو کارونو خوښي څرګنده کړه او د ټولو شریکو شوو ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، په. . .

BACK TO NEWS