یوشمېر کورني پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان په یو بلاک کې ۶۵۰ میلیون ډالره پانګونه کوي

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۹:۴۷
یوشمېر کورني پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان په یو بلاک کې ۶۵۰ میلیون ډالره پانګونه کوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې له یوشمېر کورنیو پانګوالو سره وکتل.

 د لیدنې پر مهال دغو پانګوالو وویل، چمتو دي چې د حاجي ګک اوسپنې کان د یو بلاک د اکتشاف او استخراج په موخه په درېیو پړاوونو کې ۶۵۰ میلیون ډالره ګډه پانګونه وکړي. د یادو پانګوالو د معلوماتو له مخې، دوی به له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره په شریکه په مسلکي ډول استخراج ترسره او همدا راز به یې په هېواد کې دننه د پروسس په موخه پر نړیوالو معیارونو او پرمختللې ټکنالوژۍ مجهزه فابریکه جوړه کړي. دغه فابریکه به په ورځني ډول د ۹۰۰۰ ټنه سفنج اوسپنې د  پروسس او په شمش د بدلولو وړتیا ولري، چې په مستقیم ډول به ۶۰۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او د هېواد سل سلنه اړتیا به پوره کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د اوسپنې اکتشاف او استخراج په برخه کې د یادو پانګوالو له پانګونې هرکلی وکړ او د اسلامي امارت له لوري یې د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ. محترم ملا صاحب د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ته هدایت وکړ، څو په دې برخه کې له یادو پانګوالو سره په ګډه کار وکړي او د خپلو کړنو راپور شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS