د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۰:۳۰
د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته له اجنډا سره سم د ښاري منظورو شویو پلانونو د پلي کېدو او په هغه کې د شته نمرو د ویش موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه. له هراړخیز بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو یې پوره ارزونه ترسره او خپل راپور له تخنیکي کمېټې سره شریک کړي.

په غونډې کې د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د سکندره ساحې د نفرایټو کان د استخراج د تړون په اړه هم بحث وشو. له بحث وروسته یاده موضوع د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

همدا راز د بګرام له دوه لارې څخه تر جبل السراج پورې د ۲۵.۶ کیلومټره سړک د جوړونې او همدارنګه د هجرت کلي د ۱۲.۵۱ کیلومټره سړک جوړونې پروژو په اړه هم بحث وشو. له هراړخیز بحث وروسته ټولګټو وزارت ته سپارښتنه وشوه، څو د یادو پروژو په اړه خپل نظر د اقتصادي کمېسیون له تخنیکي کمېټې سره شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې «د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې د بهرنیو تمویلوونکو له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پراختیايي. . .

BACK TO NEWS