د کازان ۱۶م اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۶:۴۷
د کازان ۱۶م اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د کازان ۱۶م اقتصادي فورم کې د اسلامي امارت د ګډون کوونکي هیئت مشورتي ناسته نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. د یاد سفر په اړه د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو د هیئت له غړو سره لازم معلومات شریک کړل او د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري ورته لازمې سپارښتنې وشوې. ټاکل شوې سبا چهارشنبه د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی د کازان په ۱۶م اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان جمهوریت ته سفر وکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

BACK TO NEWS