محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د تاتارستان له ولسمشر سره وکتل

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۵:۴۰
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د تاتارستان له ولسمشر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۵مه نېټه د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په پرانیست‌غونډه کې له ګډون وروسته د دغه فورم په څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف سره وکتل. د لیدنې پر مهال دواړو لورو پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همداراز په افغانستان کې د تاتارستاني پانګوالو پر پانګونې خبرې وکړې.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د تاتارستان له ولسمشر څخه مننه وکړه چې د روسیې او اسلامي نړۍ تر سرلیک لاندې د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې یې د اسلامي امارت پلاوي ته د ګډون بلنه ورکړه او په دې توګه یې د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا فرصت برابر کړ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، د اسلامي امارت بهرنی سیاست خپلواک، مثبت، بې طرفه، متوازن او اقتصاد محوره دی او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د همدې سیاست پر اساس غواړي چې له تاتارستان جمهوریت سره په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو په ځانګړي ډول د انرژۍ، زېربناوو او دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې اړیکې پراخې کړي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان حالت او شرایط د پانګونې لپاره مناسب وبلل او له تاتارستاني پانګوالو یې وغوښتل، څو په افغانستان کې د نفت او ګاز د استخراج او تصفیې، ساختماني پروژو، ریل پټلۍ او نورو برخو کې پانګونه وکړي. اسلامي امارت دوی ته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکوي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره غوره فرصت یاد کړ او ویې ویل، هڅه دې وشي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نندارتونونه او نور اقتصادي موارد مطرح او جوړ شي، ترڅو په دې برخه کې له موجود ظرفیت څخه پوره استفاده وشي.

ورپسې د تاتارستان ولسمشر ښاغلي رستم مینیخانوف په کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي ګډون مهم وباله او ویې ویل، له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د اړیکو پراخولو په موخه به تاتارستاني پلاوي کابل ته واستوي. مینیخانوف زیاته کړه، اوسمهال له افغانستان سر په یوشمېر برخو کې راکړه ورکړه لري؛ خو له دې وروسته چمتو دي چې د راکړې ورکړې کچه زیاته کړي.په یاد مجلس کې د کاماز موټرو شرکت عمومي رئیس وویل، تاتارستان چمتو دی چې افغانستان ته د بار وړونکو کاماز موټرو او اطفایو صادرات زیات کړي او په دې برخه کې به د افغانستان لپاره له ولسمشر مینیخانوف څخه ځانګړې سب سایډي هم واخلي. هغه زیاته کړه، غواړي په همدې موخه افغانستان ته د بازار ارزونې په موخه سفر ترسره او وروسته په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

په دغه لیدنه کې د تاتارستان جمهوریت د کرنې او خوراکي توکو وزیر هم حضور درلود. هغه وویل، چمتو دي چې افغانستان ته له دې وروسته د حلالو خوراکي توکو صادرات زیات کړي.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د تاتارستان ولسمشر ښاغلي رستم مینیخانیوف ته بلنه ورکړه، څو افغانستان ته د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه سفر وکړي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا همکارۍ لپاره ښه پيلامه وبلله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۸:۵۶
Background image

د افغانستان او روسیې فدراسیون ترمنځ د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د اقتصادي همکاریو ۱۵ تفاهمنامې لاسلیک شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي الکسي اوورچوک په حضور کې د افغانستان او روسیې فدراسیون د خصوصي سکټور ترمنځ د ۱۰۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۷:۱۹
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر له مرستیال سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۱مه نېټه، د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د روسيې فدراسیون د لومړي وزیر له مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۷
Background image

د سوالګرۍ د مخنیوي په اړه له تمویلوونکو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست له لوري، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۰مه نېټه، په هېواد کې د سوالګرۍ د مخنیوي په موخه د نړیوالو موسسو او مرستندویه بنسټونو له استازو. . .

BACK TO NEWS