په سرپل ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۹:۲۸
په سرپل ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۹مه نېټه په مرمرینه کې جوړه شوه. غونډې ته له اجنډا سره سم په سرپل ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو او د جوزجان ولایت قرقین او خم‌اب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

له هراړخیز بحث وروسته د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره په سرپل ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه. په دغه سوداګریز مارکېټ کې د خصوصي سکټور له لوري ۵۲ میلیون افغانۍ پانګونه کېږي چې ټولټال به ۶۲ دوکانونه ولري. یاده طرحه د منظورۍ په موخه د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ته راجع شوه.

د جوزجان ولایت قرقین او خم‌اب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو طرحې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د یادې طرحې ټول اړخونه و ارزوي او خپل راپور د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې سره شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS