د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۱۳
د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۹ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. له بحث وروسته ۲۴ پروژې تعدیل، دوې پروژې منظورې او دوې پروژې لغوه شوې. همدارنګه د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له ګټونکو شرکتونو سره د پروژې د قیمت په اړه مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.

په تعدیل شوو او منظور شوو پروژو کې د کندهار ولایت د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر د جیولیت رمپ جوړول، د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د ریلي او غیر ریلي تاسیساتو بیارغونه، له کونړ څخه تر نورستان پورې د غځېدلي سړک د اول او دویم لاټونو جوړول، د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د شامالان کانال بیارغونه، د هېواد په ګمرکونو کې د امنیتي کمرو نصب او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنايي پروژو لپاره د اړتیا وړ وسایلو اخیستل شامل دي. یادې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۳۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لار نقشې پر ژر نهايي کېدو ټینګار وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د. . .

BACK TO NEWS