محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اذربایجان له لومړي وزیر سره وکتل

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په یوولسمه نېټه د دغه هېواد له لومړي وزیر ښاغلي علي اسدوف سره وکتل.
د دغه لیدنې پرمهال چې په باکو ښار کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په لومړي سر کې له اذربایجان جمهوریت مننه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت پلاوي ته یې د ایکو سازمان په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړه او د دوی یې تود هرکلی وکړ.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د پراختیا په موخه په باکو کې د افغانستان سفارت د ډیپلوماتیک حضور د لوړولو او د اذربایجان له لوري په رسمي ډول د اسلامي امارت د سفیر منلو غوښتنه وکړه.
محترم ملا صاحب د نفت او ګازو د استخراج او پروسس، اوسپنې پټلۍ شبکو پراختیا او همداراز د لمریزې او بادي برېښنا تولید په برخه کې له اذربایجان وغوښتل څو په یادو برخو کې په افغانستان کې پانګونه ترسره او خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي. همدارنګه محترم ملا صاحب د کرنې میکانیزه کولو، اوبو مدیریت، د اسان خدمت پروګرامونو د تطبیق، ماین پاکۍ او مسلکي زده کړو په برخه کې هم له اذربایجاني لوري وغوښتل، څو له افغانانو سره همکاري ترسره او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.
د دغه لیدنې پرمهال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سیمهییز اتصال په برخه کې د لاجوردو دهلیز پر فعال ساتلو او د موجوده ستونزو پر حل ټینګار وکړ. هغه وویل، اسلامي امارت د خپلې اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې په سیمهییز اتصال باور لري او د لاجوردو دهلېز د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې زیاتېدو لپاره خورا مهم بولي.
د اذربایجان لومړي وزیر ښاغلي علي اسدوف د افغانستان له اقتصادي مرستیال سره د کتنې پر مهال څرګنده کړه، افغانستان یو لرغونی هېواد دی، کلتور او اوږد تاریخ لري. نوموړي وویل، د افغانستان او اذربایجان ملتونه دیني، مذهبي، تاریخي او فرهنګي نږدېوالی لري او د اذري ولس لهخوا افغانانو ته د درناوي دغه حس د قدر وړ دی. هغه وویل: «تاسو هم زموږ په څېر د خپلواکۍ لپاره سختې ستونزې وزغملې، چې پایله یې نن یو خپلواک او باعزته هېواد لری.»
د اذربایجان لومړي وزیر زیاته کړه، هېواد یې لېواله دی، له افغانستان سره د ایکو سازمان له لارې او هم د دوهاړخیزو او درېاړخیزو همکاریو له لارې، په بېلابېلو برخو کې پراخې اړیکې ولري.
نوموړي وویل: «موږ تل له افغانستان سره د همکارۍ هڅې کړې دي او په دې برخه کې خپلو اقداماتو ته دوام ورکوو. د افغانستان چټک اقتصادي پرمختګ د خوښۍ ځای دی او موږ چمتو یو چې په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکارۍ په برخو کې ګډ کار ته دوام ورکړو.»
ښاغلي اسدوف زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره دې ګډ اقتصادي کمېسیون بیا فعال کړل شي. همداراز د لاجورد لار زموږ له لومړیتوبونو څخه ده په دې اړه د ښکېلو هېوادونو د ترانسپورټ وزیرانو په کچه د ترسره شوې ناستې د پرېکړو تطبیق ته ژمن یو. نوموړي همدارنګه یادونه وکړه چې د افغانستان، اذربایجان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیز کاري ګروپ هم فعال شوی، چې لومړۍ ناسته یې په کابل کې ترسره شوې او بله ناسته به ژر په ازبکستان کې ترسره شي، هیله ده هلته به لا زیات مشترک مسایل مطرح کړو.
د اذربایجان لومړي وزیر د کانونو د اکتشاف او استخراج، د نوي کیدونکې انرژۍ، د اوبو مدیریت، کرنې میکانیزه کولو، او د اورګاډي پټلۍ په برخو کې له افغانستان سره د تجربو شریکولو، پانګونې او همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ. همدارنګه، نوموړي د ډبرو سکرو د ترانزیټ لپاره د اذربایجان له لارې ترکیې ته د لېږد ملاتړ اعلان کړ.
ښاغلي علي اسدوف د افغان سوداګرو لپاره د ویزو اسانتیاوو، د افغان محصلینو لپاره د تحصیلي بورسونو، د ظرفیت لوړونې برنامو او په اذربایجان کې د بندي افغانانو د دوسیو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په پای کې دواړو لورو دا لیدنه د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت یاد کړ او په ذکر شوو برخو کې یې د عملي هڅو پر پيل او دوام ټینګار وکړ.