محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایکو سازمان په اوولسمه سرمشریزه کې ګډون او وینا وکړه

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۳۸
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایکو سازمان په اوولسمه سرمشریزه کې ګډون او وینا وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۳مه نېټه د اذربایجان هېواد په خنکندي ښار کې د ایکو سازمان په اوولسمه سرمشریزه کې ګډون او وینا وکړه.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پرمهال وویل، د افغانستان اسلامي امارت د متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست د دوام په پایله کې، د روسیې فدراسیون له خوا په رسمیت وپېژندل شو. اسلامي امارت د دغه ګام تود هرکلی کوي. له همدې امله، له  ایکو سازمان سره د افغانستان د ژورې او اوږدمهاله همکارۍ په رڼا کې، د یاد سازمان له غړو هېوادونو هیله لرو چې د افغانستان مشروع سیاسي واقعیت درک کړي او د روسیې فدراسیون په څېر د رسمیت پېژندنې په لور عملي او مثبت ګامونه واخلي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد محوره بهرني سیاست، په افغانستان کې د شوو اقتصادي پرمختګونو، د پانګونې لپاره د موجودو فرصتونو او همداراز د افغانستان له لارې د سیمه‌ییزو مهمو اقتصادي پروژو د تطبیق او بشپړولو لپاره د برابرو شوو فرصتونو په اړه خبرې وکړې. محترم ملا صاحب د ایکو سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې له یوه باثباته، باوري او همکار افغانستان سره د اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د دوامداره پرمختګ او همغږۍ فضا جوړېدو ترڅنګ د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، ترانسپورټ، کرنې، چاپیریال ساتنې او اقلیمي بدلونونو په برخو کې له نېږدې کار وکړي، چې  افغانستان په یادو برخو کې له خپل لوري بشپړ چمتووالی لري. هغه زیاته کړه: «موږ باور لرو چې د ایکو سازمان غړو هېوادونو اقتصاد هغه وخت ښه وده کولی شي چې افغانستان هم د دې معادلې متحرکه برخه وګرځي.»

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایکو سازمان په اوولسمه سرمشریزه کې له مظلومو فلسطینیانو سره د افغانستان اسلامي امارت خواخوږي یوځل بیا څرګنده کړه او ویې ویل: «هغه ظلم چې د غزې په مظلوم ولس کېږي، باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي. موږ د فلسطین د ازادۍ او د بیت‌المقدس د اسلامي هویت د خوندي‌ ساتلو پوره ملاتړ کوو.»

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پرمهال وړاندیز وکړ چې: «د اقتصادي همکاریو سازمان راتلونکې، یعنې اتلسمه سرمشریزه دې په کابل کې ترسره شي. موږ د دې سترې او ارزښتناکې ناستې د کوربه‌توب لپاره بشپړ چمتووالی لرو او د ټولو ګډونوالو تود هرکلی کوو.»

 د ایکو سازمان په اوولسمه سرمشریزه کې د غړو هېوادونو ولسمشرانو، لومړي وزیرانو او لوړپوړو چارواکو حضور درلود، چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي، ترانسپورټي او کلتوري اړیکو، سیمه‌ییز اتصال او پانګونې په اړه د پوره همکارۍ او همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته رغونې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۰
Background image

په ګمرکونو کې د وارداتي تجارتي شرکتونو د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه نن دوشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په یوولسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د مالیې وزارت له لوري د هېواد په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۴۵
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه کې د لمریزې برېښنا د تولید او سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د کابل ښاروالۍ. . .

BACK TO NEWS