محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان له لومړي وزیر سره وکتل

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۱۷
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان له لومړي وزیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۳مه نېټه د اذربایجان هېواد په خنکندي ښار کې د قزاقستان له لومړي وزیر سره وکتل.

د دې لیدنې پرمهال د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو خبرې وشوې.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند قزاقستان د افغانستان لپاره مهم او د باور وړ سیمه‌ییز شریک هېواد وباله او د افغانستان لپاره یې د دغه هېواد له لوري د ځانګړي استازي ټاکل کېدل غوره ګام یاد کړ. هغه له قزاقستان جمهوریت مننه وکړه چې په نړیوالو سټېجونو یې له افغانستان څخه ملاتړ کړی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان د قزاقستان لپاره منځني ختیځ او جنوبي اسیا ته د ترانزیټ مهمه لار ده او همداراز قزاقستان کولی شي چې افغانستان له اروپا سره ونښلوي. پر همدې اساس دې قزاقستان د پانګونې، سوداګرۍ، ریل پټلۍ او په ترانزیټي چارو کې له شته فرصتونو څخه استفاده وکړي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او قزاقستان ترمنځ درې میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې رسېدو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو توکو د حفظ او قرنطین د موافقتنامې لاسلیک کېدل، افغانانو ته د ویزو ورکړې په برخه کې اسانتیاوې برابرول او د قزاقستان په زمان او ازادۍ بانکونو کې د افغاني بانکونو د حسابونو پرانیستل مهم وبلل. هغه په دې برخه کې د افغاني بانکونو د چمتووالي ډاډ ورکړ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په اړه وویل، افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د وارداتو او صادراتو لپاره د عملیاتي شرکت په تأسیس کار شروع کړی، چې ژر به قزاقستان ته ورمعرفي شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د نړیوال حمل او نقل او ترانسپورټ په اړه د موافقتنامې مسوده ترتیب کړې، له افغانستان څخه په تېریدونکو ترانزیټي اموالو باندې د فیس کمولو په اړه هم جدي کار روان دی، له ایران، قزاقستان او ترکمنستان سره په صنعتي، سوداګریز او ترانسپورټي ډګر کې د همکارۍ موافقتنامه هم ترتیب شوې چې په یادو برخو کې د قزاقستان همکاري مهمه ده.

ورپسې د قزاقستان لومړي وزیر خبرې وکړې. هغه وویل، قزاقستان له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د لا پراختیا لپاره به یې په نږدې ورځو کې د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر وکړي. لومړي وزیر زیاته کړه، ژر به په افغانستان کې د تورغونډۍ – هرات اوسپنې پټلۍ پروژه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه پيل کړي. هغه د قزاقستان له لوري د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته هم لېوالتیا وښوده او ویې ویل، چمتو دي چې له افغانستان څخه د میوو واردات زیات او همداراز د قزاقستان له خاورې د افغانستان صادراتو ته اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

لومړي وزیر وویل، قزاقستان د لسو هغو هېوادونو له جملې دی چې له افغانستان سره زیاتې سوداګریزې اړیکې لري او دوی د دې اړیکو پراختیا ته ژمن دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۶:۳۶
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سره وکتل

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان کال د سنبلې میاشتې په ۲۲مه د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۲۹
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کونړ له زلزله ځپلو سره دغمشریکۍ په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان کال د سنبلې په ٢١مه د کونړ له زلزله ځپلو او د زلزله ځپلو سیمو د لیدنې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

په دې سفر کې . . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۲:۴۵
Background image

د ۹۴۰۷ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید تفاهمنامې او قراردادونه لاسلیک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۱۵مه نېټه په انټرکانټیننټال هوټل کې د پانګونې جذب او د افغانستان د. . .

BACK TO NEWS