د ایکو سازمان په څنډه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د مطرح شوو موضوعاتو د تعقیب په موخه غونډه جوړه شوه

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۵:۵
د ایکو سازمان په څنډه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د مطرح شوو موضوعاتو د تعقیب په موخه غونډه جوړه شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ  د اړوندو وزارتونو له مسوولینو سره د تعقیب غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د ازبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او اذربایجان هېوادونو له مشرانو سره د ایکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په څنډه کې د مطرح شوو موضوعاتو د تعقیب په موخه بحث وشو.

له بحث وروسته اړوندو وزارتونو او ادارو ته خپل کارونه وسپارل شول او هدایت ورته وشو، چې هره اداره دې خپل کارونه په جدي ډول تعقیب او د پرمختګ راپور دې په ټاکلي وخت د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له محترم مقام سره شریک کړي.

د ایکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په څنډه کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره د جلا جلا لیدنو پرمهال د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې، سوداګري، ترانزیټ، ترانسپورټ، اوسپنې پټلۍ، برېښنا، افغانانو ته د ویزو ورکړې، ګډې بانکي همکارۍ او ځینې نور موضوعات مطرح شوي وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې د بهرنیو تمویلوونکو له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته په خوست ولایت کې د ورزشي او تفریحي کمپلېکس او د سمنګان ولایت په. . .

BACK TO NEWS