د ۵۰۰ میلیون ډالرو په پانګونې سره د تورغونډۍ – هرات اوسپنې پټلۍ پروژې تفاهمنامه لاسلیک شوه

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۹:۵۱
د ۵۰۰ میلیون ډالرو په پانګونې سره د تورغونډۍ – هرات اوسپنې پټلۍ پروژې تفاهمنامه لاسلیک شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۹مه نېټه په ارګ کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مرات نورتلیف سره وکتل. د لیدنې پرمهال دواړو لورو د سوداګرۍ، ترانزیټ، اوسپنې پټلۍ، بانکي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او قزاقستان اړیکې مثبتې او د پرمختګ په حال کې وبللې او ویې ویل، اسلامي امارت له قزاقستان سره د هغو همکاریو د پراخېدو لپاره کار کوي، چې د افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ لامل ګرځي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال قزاقي لوري ته ډاډ ورکړ چې افغانستان کولای شي د یوه مؤثر ترانزیټي دهلېز په توګه، قزاقستان ته دا زمینه برابره کړي چې  خپله انرژي د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته ولېږدوي.

محترم ملا صاحب د دواړو هېوادونو ترمنځ له موجودو فرصتونو د ښې استفادې په اړه وویل، دواړه لوري کولی شي د کانونو، ترانسپورټ، مخابراتو، انرژۍ تولید، نفت او ګاز او بنسټیزو پروژو په برخه کې ګډ کار وکړي.

د دې لیدنې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو توکو د حفظ او قرنطین د موافقتنامې پر لاسلیک کېدو، د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د نړیوال حمل او نقل او ترانسپورټ په اړه د موافقتنامې پر لاسلیک کېدو، د افغانستان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان ترمنځ په صنعتي، سوداګریز او ترانسپورټي ډګر کې پر مشترکې همکارۍ، په دواړو هېوادونو کې د لویو سوداګریزو مرکزونو پرانیستلو او د ترانزیټي فیسونو پر کموالي بحث وشو، چې په تطبیق سره به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

ورپسې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مرات نورتلیف خبرې وکړې. هغه وویل، دوی په نړیوال سټیج له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او ویني چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ په مختلفو برخو کې د ګډو همکاریو او نږدې کار کولو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. نوموړي زیاته کړه، قزاقستان چمتو دی چې د هرات – تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژه کې عملاً د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه پيل کړي. هغه افغانستان ته د برېښنا وارداتو د زیاتوالي، د قزاقستان بازارونو ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو انتقال او د قزاقستان په ازادي او زمان بانکونو کې د افغاني بانکونو د حسابونو پرانیستلو ته له خپل لوري چمتووالی څرګند کړ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د هرات – تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژه کې د قزاقستان له پانګونې هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ او سوداګرۍ کچې زیاتېدو لپاره مهم ګام یاد کړ.

په پای کې د دواړو لورو ترمنځ د هرات – تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژه کې د قزاقستان له لوري د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پانګونې د پيل په موخه تفاهمنامه هم لاسلیک شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۲:۳۴
Background image

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۶مه نېټه د ریاست‌الوزراء په اقتصادي معاونیت کې د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۸:۱۵
Background image

کابل او تهران د درملو او طبي وسایلو د تولید په برخه کې همکارۍ پراخوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۴
Background image

ملي تدارکاتو کمیسیون د شاوخوا ۵. ۱میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۱مه نېټه د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دې غونډې ته ۳۰ پر. . .

BACK TO NEWS