ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۲۸ میلیون افغانیو په لګښت شپږ پروژې منظورې کړې

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۳:۱۷
ملي تدارکاتو کمېسیون د  ۸۲۸ میلیون افغانیو په لګښت شپږ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۳۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. د ملي تدارکاتو کمېسیون دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۸ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. له بحث وروسته ۱۹ پروژې تعدیل، د ۸۲۸ میلیون افغانیو په ارزښت شپږ پروژې منظورې او د یوې پروژې قرارداد فسخه شو.

همدارنګه د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو یې بیاځلې تدارکاتي پروسه و ارزوي. د یوې بلې پروژې په اړه جلا ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له ګټونکي شرکت سره د پروژې د قېمت په اړه مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

په تعدیل شوو او منظور شوو پروژو کې د کابل ښار د یوشمېر داخلي سړکونو جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي. منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه وټاکل شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.
محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

BACK TO NEWS