په مختلفو برخو کې صنعت‌کارانو او سوداګرو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۵۰
په مختلفو برخو کې صنعت‌کارانو او سوداګرو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت او مالیې وزارت مسوولینو نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د هېواد د ملي سوداګرو او صنعت‌کارانو له شاوخوا ۱۵۰ استازو سره وکتل.

د دې لیدنې پرمهال د هېواد ملي سوداګرو او صنعت‌کارانو د برېښنا کمښت، په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د توزیع، د صنعتي زېربناوو د جوړېدو، د صادراتو په بهیر کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو، د فوموګېشن او ترانزیټي ستونزو د حل، د هوايي دهلیزونو د رامنځته کېدو، پر کرنیزو محصولاتو او معدني توکو د تعرفو راکمولو، د ترانسپورټي کرایو د ټیټولو، د ګمرکي ستونزو د حل، د تخلیې او بارګیرۍ پروسې چټکتیا، د سړو خونو جوړولو، د جوازونو تمدید، د تجارتي ویزو ورکړې، د لویو ترانسپورټي او ترانزیټي لارو د جوړېدو، د افغاني توکو لپاره د بهرنیو بازارونو د پيدا کېدو او یوشمېر نورو برخو کې خپلې ستونزې شریکې کړې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت او د مالیې وزارت مسوولینو د هېواد ملي سوداګرو او صنعت‌کارانو ته ډاډ ورکړ، چې د یوشمېر شریکو شوو ستونزو د حل لپاره اړوندو وزارتونو او ادارو جدي ګامونه اخیستي او ډېر ژر به حل شي. هغوی ډاډ ورکړ چې په پاتې برخو کې به هم په جدي ډول له اړوندو وزارتونو او ادارو سره کار وکړي او حل لارې به یې له اقتصادي کمېسیون او د اسلامي امارت د مشرتابه له عالي مقام سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۴۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په کابل کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان پرانیسته وکړه.
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې «د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

BACK TO NEWS