په کابل ښار کې پر دېوالونو د برېښنا سپمولو په اړه د پيغامونو لیکلو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۳
په کابل ښار کې پر دېوالونو د برېښنا سپمولو په اړه د پيغامونو لیکلو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته په کابل ښار کې پر دېوالونو د برېښنا سپمولو په اړه د پيغامونو لیکلو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. له هراړخیز بحث وروسته د تخنیکي کمېټې د سپارښتنو په پام کې نیولو سره یاده طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه. د دې طرحې له مخې به پر دېوالونو او د رسنیو له لارې هغه پيغامونه لیکل او خپرېږي، چې خلکو ته د برېښنا سپمولو په برخه کې عامه پوهاوی ورکوي.

د تخنیکي کمېټې دې غونډې ته د کارګرانو ملي اتحادیې د اساسنامې د تعدیل، د یادې اتحادیې جایدادونو د برخلیک معلومولو او همداراز د کاري جوازونو د ورکړې او کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو انتقال پروژې په اړه ټاکل شوو کمېټو خپل راپورونه وړاندې کړل. دغه راپورونه د تخنیکي کمېټې له لوري تایید او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته په خوست ولایت کې د ورزشي او تفریحي کمپلېکس او د سمنګان ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۲
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۶.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۰:۲۱
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: شریر او ورانکاري عناصر دې د نورو په لمسون له بې ځایه تخریب څخه لاس واخلي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۲۸مه نېټه په دفاع وزارت کې له انګریزي ښکېلاک څخه د هېواد د ازادۍ اخیستو د ۱۰۷مې. . .

BACK TO NEWS