د سوداګریزو بانکونو له لوري د ټولګټو پروژو د تمویل میکانیزم لاسلیک شو

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۵۷
د سوداګریزو بانکونو له لوري د ټولګټو پروژو د تمویل میکانیزم لاسلیک شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د مالیې وزارت او د افغانستان بانک ترمنځ د سوداګریزو بانکونو له لوري د ټولګټو پروژو د تمویل میکانیزم لاسلیک شو.

دغه سند د اقتصادي کمېسیون د کاري طرزالعمل د دوهمې مادې د پنځمې فقرې پر اساس جوړ شوی، څو په قانوني ډول د سوداګریزو بانکونو د ونډې اخیستو له لارې د ټولګټو پروژو تمویل ته زمینه برابره شي. د دغه سند موخې په ټولګټو پروژو کې د ونډې اخیستو او د دې پروژو د تمویل لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول؛ د هېواد په دننه کې د سوداګریزو بانکونو لپاره د پانګونې فرصتونو برابرول او د سوداګریزو بانکونو د عوایدو د زیاتوالي لپاره د زمینې برابرول دي.

د دغه میکانیزم له مخې به مالیه وزارت له اړوندو سکټوري ادارو څخه ټولګټې پروژې غواړي او دغه وزارت به یې مالي موډلونه ترتیبوي. د افغانستان بانک به د ټولګټو پروژو په تمویل او تطبیق کې سوداګریز بانکونه ونډې اخیستو ته هڅوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS