په کندوز کې د ۶.۳ میلیارده افغانیو په پانګونې د کندوز سپين زر سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو چارې پيل شوې

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۲:۱۴
په کندوز کې د ۶.۳ میلیارده افغانیو په پانګونې د کندوز سپين زر سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په کندوز ولایت کې د کندوز سپين زر سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په لومړي سر کې په مشرقي ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله شهیدانو ته د جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء دعا وکړه او د هغوی کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کړ. محترم ملا صاحب ځان له زلزله ځپلو کورنیو سره په دې غم کې شریک وباله او ویې ویل، د اسلامي امارت ټول اړوند مسوولین لاس پکار دي او له شته امکاناتو څخه په کار اخیستو یې د پېښې سیمو ته رسېدنه کړې ده.

ورپسې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کندوز سپين زر سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو چارو پرانیست‌غونډې ته وویل، د عامه سکتور ترڅنګ د خصوصي سکتور له لوري په هره کچه پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې مهم جز تشکیلوي. هغه زیاته کړه، د پانګونې له مخې په هېواد کې دننه د ناخالص تولید او صادراتو کچه زیاتېږي، صنعت وده کوي او په ټوله کې ورسره د هېواد عاید زیاتیږي چې دا پر ټولنیزه هوساینه مثبت تاثیر لري.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په کندوز ولایت کې د عامه خصوصي مشارکت له لارې د درېیو سوداګریزو ودانیو جوړېدل مهم وبلل او له اړوندو شرکتونو څخه یې وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره په پوره صداقت او شفافیت ترسره کړي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي امارت له لوري ټولو سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې ټولو ستونزو ته به یې په وخت رسېدنه کېږي او په ټولو برخو کې به ورسره لازمه همکاري کوي.

د یادونې وړ ده چې په دې پروژو کې د پنځه میلیارده او ۴۲۶ میلیونو افغانیو په پانګونې د سپين زر نړیوال سوداګریز مرکز چې په ۶۳ جریبه ځمکه د درېیو کلونو په موده کې جوړیږي، د ۳۰۰ میلیونو افغانیو په پانګونې د سیمسارۍ سوداګریز مارکېټ چې پر دوه جریبه ځمکه په یو کال کې او د ۵۷۶ میلیونو افغانیو په پانګونې د لوښو خرڅونې او برېښنايي سامان الاتو مارکېټ چې په دوه جریبه ځمکه په یو کال کې جوړیږي، شاملې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د جبل السراج سیمنټو دویمې تولیدي فابریکې د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۸مه نېټه د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د جبل السراج سیمنټو دویمې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۱۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۱:۴۲
Background image

د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د دوه سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت اړوند پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS