د نیکمرغه کوچني اختر د لمانځه ادا کولو پرمهال د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

الحمد لله و کفی و سلام على عباده الذين اصطفى، أما بعد!

فاعوذ بالله من الشيطان الرجيم

بسم الله الرحمن الرحيم

قال الله تعالى وَ لِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلى‌ ما هَداكُمْ وَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

د نیکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له امله ټولو هېوادوالو او د اسلامي نړۍ مسلمانانو ته د زړه له تله مبارکي وايم.

لوی متعال رب مو روژې، صدقې، طاعات او عبادات په خپل دربار کې قبول او منظور وگرځوه. دا ډېر د خوشحالی ځای دی چې له څو لسیزو ناخوالو او ناامنیو وروسته اخترونه او د خوشحالۍ ورځې په پوره امن او د سولې او يووالي په فضا کې نمانځو.

گرانو هېوادوالو

دا تریخ واقعیت تاسې ته روښانه دی چې مخکې به ټولو هېوادوالو د با امنه او سوله ییزو اخترونو دعا او ارمان کولو، خو د الله په لوی فضل او کرم نن ستاسي هغه مقدس ارمان پوره سوی دی او د اسلامي امارت د حاکمیت څخه را پدېخوا د نورو اخترونو په څېر دا اختر هم د پوره ارامۍ او خوشحالۍ په فضا کې نمانځنئ.

گرانو افغانانو

زموږ او ستاسي خوشحالۍ، غمونه او پرمختگونه ټول سره شریک دي. د تاریخ په اوږدو کې ټولو ته ثابته سوې ده چې هېڅوک مو نه غم په اوږو اخلي او نه مو څوک په خوشحالیو او پرمختگونو خوشحالېږي، بنا ټولو افغانانو ته لازمه ده چې خپل منځي اتحاد او يووالی وساتي او د هېواد د پرمختگ او آبادۍ لپاره لاسونه سره ورکړي. دا فکر نور له مغزو څخه وباسئ چې پردي به راځي زموږ هېواد به ابادوي او موږ ته به خوشحالي راوړي دا ټولې ناکامې او ترخې تجربې دي او له ناكامو تجربو سمه گټه اخېستل زموږ او ستاسي ديني او ملي مكلفيت دى. خوشحالي او سکون یوازې په خپله خاوره کې ممکن دي، په نورو ځايونو کې د مالکیت احساس نسئ کولئ چیرته چې د مالکیت احساس نه وي، هلته که ټول ځایونه په سرو زرو هم پوښلي وي، بیا هم سکون او ارامی نشئ موندلئ نو خپل وطن او خپله خاوره خپل و گڼئ او دې خاورې ته په پوره صداقت کار او خدمت وکړئ.

 لله الحمد په تیر ۱۴۰۳ ل کال کې مو په اقتصادي ډگر کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي، په ډېرو كمو امکاناتو او منابعو مو د زیربنا، مواصلاتو او ترانسپورت، صادراتو، خصوصي پانگونې، عامه پروژو او خصوصي او عامه مشارکت په برخو کې مهم کارونه ترسره کړي دي، د گاونډیو هېوادونو سره مو اقتصادي او سوداگريز مناسبات غښتلي سوي، د سوداگری د پیاوړتیا په موخه مو دوه اړخيزې معنادارې موافقت نامې لاسليک کړې دي او پانگوال مو قانع کړي دي چې افغانستان د هر ډول پانگونې لپاره له هره اړخه مناسب هېواد دی. د دغو اقداماتو له امله ډېر شمیر هېواد والو ته د کار زمينې مساعدې سوې، خصوصي پانگونه غوړیدلې او د اقتصادي ودې په برخه کې مهم گامونه اخیستل سوي دي. له دې فرصت څخه په گټي اخیستنې د نړۍ په هېوادونو یو ځل بیا غږ کوم چې د افغانستان اسلامي امارت سره رغنده او مناسبو سياسي او اقتصادي تعاملاتو ته لار هواره کړي، اسلامي امارت په تيرو څو کلونو کې ټولې نړۍ ته ثابته کړې چې افغانستان پوره امن دی او د اقتصاد محوره پالیسۍ او متقابل درناوي په چوکاټ کې هر ډول مناسبو تعاملاتو او مناسباتو ته چمتو دی.

په اخر کې یو ځل بیا ټولو هېوادوالو ته د کوچني نيکمرغه اختر مبارکي وايم او له ټولو څخه هیله کوم چې د دغو مبارکو ورځو په خاطر خپل منځي دښمنۍ او خفگانونه په دوستۍ او خوشحالۍ بدل کړي. يو بل ته مبارکي ورکړي يو بل وبښي او يو بل پخلا کړي.

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته