د قزاقستان له لومړي وزیر سره د لیدنې پرمهال د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

الحمدلله و کفی، و سلام علی عباده الذین اصطفی أما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،     

بسم الله الرحمن الرحیم

د قزاقستان هېواد محترم لومړي وزیر او مل پلاوي ته!  

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته؛

د متعال رب له دربار څخه درته پوره صحت او عافیت غواړم.

خوښ شوم چې ایکو سازمان کې مو یو له بل سره ولیدل او د دې فرصت هم مساعد سو چې د افغانستان او قزاقستان پر ګډو اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو بحث وکړو.

تاسې ته بهتره معلومه ده، چې د افغانستان او قزاقستان ولسونه دیني، ژبني، قومي، تاریخي او جغرافیايي مشترکات لري. پر دې سربېره، دواړه هېوادونو په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او نورو برخو کې واضحې او روښانه مشترکې ګټې لري.

 خصوصاً له څه کم څلور کلونو را پدې خوا په افغانستان کې له تاریخي مثبت تحول وروسته چې اوږدمهاله بې‌ثباتي پای ته ورسېده، د دې فرصت رامنځ ته سو، چې د افغانستان او قزاقستان تر منځ سیاسي اړیکې لا ټینګې سي.

 د افغانستان اسلامي امارت د قزاقستان هېواد د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې یې اسلامي امارت د هغو تحریم سوو ګروپونو له لست څخه ايستلی، چې دوی پرې په خپله خاوره کې د فعالیت بندیز لګولی و.

په دې توګه موږ قزاقستان ته د یو مهم او د باور وړ سیمه‌ییز شریک په سترګه ګورو. خوښ یم او مننه کوم چې د افغانستان لپاره مو ځانګړی استازی ټاکلی دی.

 

 

غواړم چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او ځینو موضوعاتو ته د غوره رسیدنې په موخه یو څو مهمو مواردو ته په ترتیب سره په لنډه توګه اشاره وکړم:

لومړی: په نړیواله ټولنه او سازمانونو کې د افغانستان لپاره د قزاقستان ملاتړ یوه ډېره مهمه موضوع ده او ستاسې ملاتړ معنادار تأثیر لري، موږ امید لرو چې قزاقستان به دغه ملاتړ ته دوام ورکوي.

دویم: افغانستان له ډېرې مودې وروسته د یو قوي او واحد مرکزي نظام څښتن سوی دی او په ډېرو برخو کې ګډو همکاریو ته لار پرانیستل سوې ده. زموږ بهرنۍ پالیسي اقتصاد محوره ده. هیله ده چې له دې فرصت څخه په استفادې د اقتصادي تعاملاتو او سوداګریزو اړیکو په برخه کې غوره ګټه واخیستل سي.

درېیم: افغانستان د قزاقستان لپاره منځني ختیځ او جنوبي اسیا ته د ترانزیټ مهمه لاره کېدای سي. همدا راز، قزاقستان کولی سي چې افغانستان له اروپا سره ونښلوي. په همدې اساس قزاقستان ته د پانګونې، سوداګرۍ، ریل پټلۍ او په ترانزیټي چارو کې له شته فرصتونو څخه د استفادې وړاندیز کوو.

څلورم:  قزاق لوري لیوالتیا لرله چې د تورغونډۍ-هرات ریل پټلي کې د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په اندازه پانګونه وکړي، په همدې اړه موږ د قزاقستان لوري څخه د تخنیکي ناستو غوښتنه کړې ده، هیله ده یادې تخنیکي ناستې ترسره او پروسه چټکه سي، چې په پایله کې به د دواړو هېوادو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره یوه بله دروازه هم پرانستل سي.

پنځم: افغانستان له قزاقستان سره د کرنیزو توکو په حفظ او قرنطین موضوعاتو کې د موافقتنامې لاسلیک ته چمتو دی. افغان لوري یاده موافقتنامه له قزاق لوري سره شریکه کړې ده. هیله ده ستاسې له لوري دې برخه کې وروستي اقدامات هم ترسره سي.

شپږم: د دې لپاره چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري ۳ میلیارده ډالرو ته لوړه سي، اړتيا ده چې د ویزو په برخه کې د سهولتونو ایجاد ترڅنګ بانکي اړیکې نورې هم پیاوړې سي، په دې اساس افغانستان د قزاقستان اړوند د ازادۍ بانک او زمان بانک لپاره په خپلو بانکونو کې د حساب پرانيستلو اسانتیاوې برابرې کړې دي.

همدارنګه موږ غواړو، چې قزاقستان په یادو سویو بانکونو کې د افغانستان اړوند بانکونو حسابونه هم پرانيستل سي، یاده چاره د افغانستان  اړوند بانکونو له خوا بشپړه سوې او د قزاقستان اړوند بانکونو مثبت ځواب ته منتظر يو. له دې سره به د دواړو هېوادونو سوداګرو ته بانکي خدمات او نورې اسانتیاوې رامنځته سي او په دې برخه کې د افغانستان بانک له لوري ټول اړوند اسناد له قزاقستان سره شریک سوي هم دي.

اووم: د دې لپاره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرېزې اړیکې نورې هم پیاوړې سي، افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د وارداتو او صادراتو لپاره د عملیاتي شرکت په تأسیس کار شروع کړی، چې په لنډ وخت کې به قزاقستان ته معرفي سي، له دې سره به د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې سوداګریزې چارې نورې هم ګړندۍ سي.

اتم: د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د نړیوال حمل او نقل او ترانسپورټ په اړه مو د موافقتنامې مسوده ترتیب کړې او اړونده قزاقي مسوولینو سره مو شریکه کړې ده، هیله ده چې دې برخه کې وروستي اقدامات ترسره سي. د دې موافقتنامې په عملي کولو سره به تجارتي اسانتیاوې زیاتې او اړوند انتقالات به له خنډ او ځنډ پرته ترسره کېږي. همدارنګه له افغانستان څخه په تېریدونکو ترانزیټي اموالو باندې مو د فیس کمولو په اړه جدي کار پیل کړی دی.

نهم: افغانستان د سیمې هېوادونو سره په صنعتي، سوداګریز او ترانسپورټي ډګر کې همکارۍ ته ژمن دی، په دې اړه مو د څلور اړخیزه هېوادونو واحد مرکز اړوند موافقتنامې مسوده چې افغانستان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان به يې ګډونوال وي ترتیب کړې او له قزاق لوري سره شریکه سوې ده، هیله ده دې برخه کې نور اړوند اقدامات ترسره سي.

لسم: داچې اوس په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې فرصتونه رامنځته سوي دي، له تاسو څخه غوښتنه کوو، په هغه برخو کې چې تجربه او لېوالتیا لرئ پانګونه وکړئ.

یوولسم: بهتره ده چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ په موخه د افغانستان او قزاقستان په لویو ښارونو کې د افغاني او قزاقي اموالو د خرڅلاو مرکزونه پرانیستل سي، په دې برخه کې اړونده غوښتنه شریکه سوې ده او د عملي چارو پیل ته یې منتظر یو.

په پای کې یو ځل بیا غوښتنه کوو، چې په پورته موضوعاتو په ګډه کار وکړو او دواړه اړخونه د مقابل لوري ستونزو او لارې نقشې موضوعاتو ته په کتو مناسبې حل لارې پیدا کړي، څو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۳ ميلیارده ډالرو ته لوړ سي او اقتصادي او سوداګریز مناسبات لا ډېر پیاوړي سي.

والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته