د پاشدان بند د ګټې اخیستنې مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وینا:

الْحَمْدُ لِلَّهِ وَ سَلامٌ عَلى‌ عِبادِهِ الَّذِينَ اصْطَفى‌ اما بعد

اعوذباالله من شیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

وَ جَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ کُلَّ شَیْءٍ حَیٍّ اَ فَلَا یُؤْمِنُوْنَ

امارتي مسوولینو، علماوو، سوداګرو، مجاهدینو، د رسنیو استازو او د هرات قدرمن ولسه!

 السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!

نن زما او د افغان غیور ملت لپاره د خوښۍ او ویاړ ورځ ده چې د هېواد د ابادۍ په موخه د یوې سترې زېربنایي پروژې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې سره راټول سوي یو.

موږ او تاسې په داسې حال کې د خپلواکۍ د څلورمې کلیزې د لمانځنې په درشل کې یو چې اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې د اسلامي شریعت د تطبیق او د سیاسي او اقتصادي برخو په ډګر کې ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي. له همدې جملې څخه یوه مهمه پروژه د پاشدان بند ده چې نن یې ګټې اخیستنې ته سپارو.  

د پاشدان بند پروژه د هرات ولایت له پاره یوه مهمه او حیاتي پروژه ده. تېر کال مې د دې پروژې د پاتې چارو د پېل پر مهال ژمنه درسره کړې وه، چې اسلامي امارت به د پاشدان بند پاتې چارې په ټول توان بشپړوي. له نېکه مرغه، دا دی د پاشدان بند پاتې چارې بشپړې سوې او ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

د پاشدان بند به زرګونه هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي. شاوخوا ۵۴ میلیونه متره مکعب اوبه ذخیره کوي، ۱۳ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او دوه میګاواټه برېښنا تولیدوي.

د پاشدان بند به په هرات ولایت کې د وچکالۍ تاثیرات تر یوې کچې راکم کړي. د بزګرو عواید به ورسره زیات سي او د دوی د ژوند سطحه به ورسره لوړه سي. په ټوله کې دا بند د هرات ولایت د ابادۍ او پرمختګ له پاره یوه مهمه پروژه ده.

افغانستان د اشغالونو له امله وده نه ده کړې او نه یې اقتصادي واقعي و. اقتصاد یې د نورو هېوادونو پر مشروطو مرستو ولاړ و. د افغانستان اسلامي امارت د هېوادوالو خادم نظام دی. د ټولو ملي پروژو سرته رسول خپل مسوولیت بولي.

موږ هوډ کړی چې د افغانستان اقتصادي وضعیت به په ريښتيني معنی پياوړی کوو او د نورو له تکیې او احتیاج به یې خلاصوو. ان شاءالله

اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو له پاره د ملي او سیمه‌ییزو پروژو ملاتړ کوي. په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د کارونو جریان ثابتوي چې موږ په سیمه کې اقتصادي همغږي، متقابله همکاري او ثبات غواړو.

اسلامي امارت د افغانستان او سیمې د اقتصادي ثبات لپاره اقتصاد محوره پالیسي تعقیبوي. موږ د سیمه ییز اتصال پياوړتیا او د سوداګرۍ پراختیا له خپلو اساسي موخو ګڼو.

اسلامي امارت غواړي چې له خپلو ټولو طبیعي سرچینو څخه سالمه استفاده وکړي او د چا د حق د اخیستلو هوډ نه لري. موږ غواړو چې هم خپلې اوبه په سالم ډول مدیریت کړو او هم د نورو ثابت حقوق ورکړو.

د نورو اقتصادي برخو ترڅنګ د اوبو د مدیریت  څخه مو موخه د خپل هېواد د اقتصاد پياوړي کول دي. په هېواد کې د بې وزلۍ، بې کارۍ او مهاجرت کچې راټيټولو لپاره د اوبو مدیریت له اساسي کارونو څخه ګڼو.

د اسلامي امارت له حاکمېدو او د سرتاسري امنیت له راتګ وروسته په هېواد کې د پانګونې له پاره ښه فرصت برابر سو. د اوبو او کرنې سکټور ترڅنګ په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې اړتیا لرو. په ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ کوم چې په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو څخه استفاده وکړي.

د اسلامي امارت له مسوولینو، د پاشدان بند له انجینرانو، تخنیکي کسانو، کارګرانو او ټولو هغه کسانو څخه مننه کوم چې د دې بند په بشپړولو کې يې همکاري کړې او ځانونه یې ستړي کړي دي. الله تعالی دې د دوی هڅې او زحمتونه قبول کړي.

په پای کې د هرات ولایت له قدرمنو مسوولینو او د دې ولایت د درنو ولسونو له مېلمه پالنې او تود هرکلي څخه مننه کوم او یو ځل بیا د دې مهمې پروژې د ګټې اخیستنې مبارکي افغان ملت ته وایم.

له توجه څخه مو مننه