د قزاقستان لومړي وزیر له مرستیال سره د لیدنې پرمهال د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،

بسم الله الرحمن الرحیم

 

له هره څه وړاندې د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال ښاغلي سریک ژومانګارین او ورسره مل پلاوي  ته ښه راغلاست او نیکې هیلې وړاندې کوم.  مننه کوم چې د افغانستان او قزاقستان هېوادونو ترمنځ د مشترکو او مهمو موضوعاتو د بحث لپاره مو زموږ هېواد ته تشریف راوړی.

قزاقستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د افغانستان سره نژدې دیني، تاریخي او فرهنګي مشترکات لري؛ دغو بنسټیزو مشترکاتو د تاریخ په اوږدو کې د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو خورا مثبت اغېز درلودلی دی او دا د دې سبب سوی چې تجارتي مناسبات او د پانګونې فرصتونه یې زیات کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت څخه راپدېخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ورځ تر بلې د زیاتېدو او پیاوړتیا په حال کې دي؛ د افغانستان اسلامي امارت د دواړو هېوادونو غوره متقابلو اړیکو ته په نیک نظر ګوري او په راتلونکي کې هم د قزاقستان هېواد سره د سوداګرۍ، پانګونې او بانکي چارو په برخو کې متقابلو همکاریو او اړیکو ته چمتو دی.

په دې وروستیو کې افغانستان د قزاقستان هېواد سره د لارې نقشې مسوده لاسلیک کړې، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې (۳) میلیارده ډالرو ته لوړه سي، د دې لارې نقشې په پلې کولو سره به په بېلا بېلو اقتصادي برخو لکه سوداګرۍ، کرنې، د کانونو استخراج، ترانسپورت، ترانزیټ، اوسپنې پټلۍ او صنعت کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته سي او په اړوندو برخو کې به پانګونه زیاته سي. یاده چاره ددې ښکارندویي کوي، چې افغانستان د قزاقستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو او تجارتي مناسباتو د پیاوړتیا لپاره کلک هوډ لري.

زموږ هېواد افغانستان ته ستاسو د ننني سفر له اجنډا سره سم غواړم یو لړ مهم موضوعات په لنډ ډول یاد کړم، ترڅو وروستي بحث او پرېکړو ته زمینه مساعده سي:

لومړی: د قزاقستان هېواد د غوښتنې په اساس موږ اماده يوو، چې د کانونو په برخه کې له قزاقستان هېواد سره د پانګونې فرصتونه شریک کړو او هم د قزاقستان هېواد تخنیکي پلاوي ته د سفر اړینې اسانتیاوې برابرې کړو.

 دا چې قزاقستان د نفتي توکو په اکتشاف کې پوره تجربه لري په دې موخه موږ د نفتي ساحو په توسعه او اکتشاف کې د همکارۍ ليست ترتیب کړی، چې د قزاقستان هېواد له پلاوي سره به شریک سي؛

دوهم: افغانستان اماده دی چې د قزاقستان هېواد سره د کرنیزو توکو په حفظ،  قرنطین او مالدارۍ موضوعاتو کې موافقتنامه لاسلیک کړي، افغانستان په دې برخه کې عملي چارې پیل کړې او په نژدې وخت کې به یې جريان د قزاقستان هېواد سره شریک سي.

درېیم: د دې لپاره چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري ۳ میلیارده ډالرو ته لوړه سي، اړتيا ده چې بانکي اړیکې نورې هم پیاوړې سي، د افغانستان بانکونه اماده دي چې د قزاقستان هېواد اړوند د ازادۍ بانک او زمان بانک لپاره په خپلو بانکونو کې د حساب پرانيستلو اسانتیاوې برابرې کړي؛

همدارنګه موږ غواړو، چې د قزاقستان هېواد په یادو سوو بانکونو کې د افغانستان اړوند بانکونو حسابونه هم پرانيستل سي، یاده چاره د افغانستان بانکونو له خوا بشپړه سوې او د قزاقستان اړوند بانکونو مثبت ځواب ته منتظر يوو. د دغو حسابونو په پرانېستلو سره به سوداګرو ته بانکي خدمات او نورې اسانتیاوې رامنځته سي او د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو به د پام وړ اغېز ولري.

څلورم:  موږ غواړو چې د قزاقستان هېواد په ډول په افغانستان کې د ننه مالي بازار ولرو، په دې برخه کې موږ د همکاریو ليست ترتیب کړی، چې د قزاقستان هېواد سره به يې د همکارۍ په موخه شریک کړو.

پنځم: د دې لپاره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرېزې اړیکې نورې هم پیاوړې سي، افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د وارداتو او صادراتو لپاره د عملیاتي شرکت په تأسیس کار شروع کړی، چې په لنډ وخت کې به د قزاقستان هېواد ته معرفي سي، له دې سره به د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې سوداګریزې چارې نورې هم ګړندۍ سي؛

شپږم: د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د نړیوال حمل او نقل او ترانسپورټ په اړه مو د موافقتنامې مسوده ترتیب کړې او په نژدې راتلونکې کې به د قزاقستان هېواد سره شریکه سي، چې په عملي کولو سره به یې تجارتي اسانتیاوې زیاتې او اړوند انتقالات به له خنډ او ځنډ پرته ترسره سي؛

اووم: افغانستان د سیمې هېوادونو سره په صنعتي، سوداګریز او ترانسپورټي ډګر کې همکارۍ ته ژمن دی، په دې اړه مو د څلورو هېوادونو د واحد مرکز اړونده موافقتنامې مسوده چې افغانستان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان به يې برخوال وي ترتیب کړې، چې د تخنیکي او حقوقي ارزونې وروسته به په لنډ وخت کې له قزاقستان او اړونده هېوادونو سره شریکه سي؛

اتم: دا چې موږ غواړو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د وارداتو او صادراتو کچه ۳ ميلیارده ډالرو ته لوړه سي، اړينه ده چې سوداګرو ته د اسانتیا لپاره د کابل او قزاقستان ترمنځ هوایي  پراوازونه ترسره او تسهیل سي، په دې اساس غوښتنه لرو چې د قزاقستان هېواد دې افغان اتباعو ته د وېزې په ورکړه کې د یو ځانګړي میکانېزم له لارې اسانتیاوې را منځ ته کړي، له دې سره به له یوې خوا هوایي پروازونه ترسره او له بلې خوا به په سوداګرۍ کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته سي؛

نهم: د قزاقستان هېواد سوداګرو چې افغانستان ته د موټرو واردولو او پلورلو غوښتنه کړې ده، په دې برخه کې افغانستان ستونزه نلري، بهتره ده یاده چاره د خصوصي سکتور سره د ازادې سیالۍ له لارې پرمخ یوړل سي؛

لسم: افغانستان به د هغو باالقوه غذایي محصولاتو لیست له تاسو سره شریک کړي چې د قزاقستان په بازار کې ورته تقاضا موجوده ده.

یوولسم: افغانستان په ټوله کې د سیمې له هېوادونو په خاص ډول له قزاقستان هېواد سره په اقتصادي ډګر کې د ژورو اړیکو غوښتونکی دی، په دې اساس د سيمې له هېوادونو سره په ګډه جوړېدونکې اقتصادي مجمع کې فعالې برخې اخيستو ته ژمن دی.

په پای کې مو غوښتنه دا ده، چې په پورته موضوعاتو په ګډه کار وکړو او دواړه اړخونه دې د مقابل لوري ستونزو او لارې نقشې موضوعاتو ته په کتو مناسبې حل لارې پېدا کړي څو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم نه یوازې ۳ ميلیارده ډالرو ته ورسیږي بلکې په دې برخه کې نورې لاسته راوړنې هم ولرو. هیله ده د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ډول سفرونه نور هم زيات سي.

والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!