پر پاکستان د سوداګرۍ د تکیې کمولو لپاره د هېواد صنعت‌کارانو، سوداګرو او د مالیې محترم وزارت استازو په ګډون جوړې شوې غونډې ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا:

الحمدلله و کفی والسلام علی عباده الذین اصطفی اما بعد

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الر حیم

قال الله تعالی: إِنَّ اللّهَ لاَ یُغَیِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى یُغَیِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ

د افغانستان اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو محترمو مسوولینو، سوداګرو، پانګوالو، صنعتکارانو او په تالار کې حاضرو ټولو مېلمنو ته!

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

د الله تعالی له دربار څخه مو خوښي او ښه صحت غواړم!

قدرمنو حاضرینو!

نن ورځ موږ او تاسې دلته د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د تجارتي اړیکو د پایداره مدیریت، په سوداګریز ډګر کې د افغانستان د ستراتيژیکې بقا، د ولس د ابرو او د هېواد د سیاست د مصؤن ساتلو په موخه د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه سره راټول سوي یوو؛ ترڅو په دې برخه کې د هېواد محترمو تجارانو او اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړو.

ګرانو هېوادوالو!

له دې ستر واقعیت هېڅوک انکار نه سی کولی چې د نړۍ ټول هېوادونه د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په موخه په مختلفو برخو کې له یو بل سره اقتصادي معاملاتو او اړیکو ته اړتیا لري او هېڅ هېواد نه سي توانېدلی چي خپلې ټولې اړتیاوې په یوازې ځان پوره کړي. له بل لوري د اقتصادي ودې په پام کې نیولو سره په ډېرو برخو کې هېوادونه قصداً نه غواړي چې ځان بسیاینې ته ورسېږي. نو په دې توګه سیمه ییز او نړیوال تجارت د ټولو هېوادونو ترمنځ مشترکه او واحده اړتیا ده او د سوداګرۍ موخو ته په پام باید هېڅ ډول مشروع تجارتي اړیکې د نا معقولو سیاستونو ښکار نه سي.

خو له بده مرغه په ننني عصر کې دا یو معمول ګرځېدلی چې تجارتي اړیکې، سوداګریزې لارې، اقتصادي بندیزونه او د مهاجرینو غیر شرعي او غیر بشري زجر د سیاسي نا معقولو وسیلو په توګه کارېږي؛ ترڅو په مطلوب هېواد باندې سیاسي فشارونه زیات او له خوږ ګوتې یې ونیسي. دا فشارونه هغه وخت بحراني او سخت تمامیږي چې یو هېواد د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره بدیلې لارې ونه لري او ټوله تکیه یې یوازې په یو هېواد وي.

د الله تعالی ډېر شکر ادا کوو چې افغانستان اوس مهال داسې یو هېواد دی چې د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره بېلابېلو لارو او دهلیزونو ته لاسرسی لري، ټوله تکیه مو یوازې په یو ځانګړي هېواد نه ده او د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره مو د تېر په پرتله سوداګریز مناسبات او اړیکې په مراتبو پياوړي سوي دي. د لارو دا تنوع موږ په عملي توګه له اقتصادي او سیاسي فشارونو ژغوري. د لارو د تنوع او مناسبو پالیسیو په وسیله الله تعالی له هغه حالته ایستلي یو چې د یوه مسیر له بندېدو سره به مو په هېواد کې د موادو قیمتونه پورته سول او پر ولس به بې فشار راتلی.

د افغانستان اسلامي امارت په مسلسله توګه هڅه کوي چې د سیمه ییز او نړیوال اتصال لپاره نوې بدیلې لارې هم رامنځته کړي او شته بدیلې لارې له زیربنايي او تخنیکي اړخه معیاري او باظرفیته کړي.

له بل لوري د افغانستان اسلامي امارت تل د ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې سالمې سوداګریزې اړیکې پاللې دي او تل به یې پالي؛ خو که نور هېوادونه زموږ له معقول سیاست څخه ناوړه استفاده کوي، بیا موږ هم مجبور یو چې په بدیلو لارو فکر وکړو.

په پای کې غواړم چې په اصلي موضوع تمرکز وکړم او په پاکستان باندې د سوداګرۍ د تکیې کمولو لپاره د هېواد صنعتکارانو، سوداګرو او د مالیې محترم وزارت ته ځینې سپارښتنې وکړم:

لومړی؛

د هېواد ټول صنعت‌کاران او سوداګر دې د پاکستان پر ځای له نورو بدیلو لارو سوداګرۍ ته مخه کړي. دې لارې نه یوازې زموږ تجاران زیانمن کړي؛ بلکې بازارونه او عام ولس یې هم له ستونزو سره مخ کړی دی. زه له ټولو محترمو سوداګرو څخه په ټینګار غواړم چې د صادراتو او وارداتو بدیل انتخابونه ژر عملي کړي، ترڅو مو صادرات او واردات د خنډ او ځنډ سره مخ نه سي. همداراز هغه مواد چې تر اوسه مو په پاکستان کې خریداري کول، د خرید او واردولو لپاره یې د نورو هېوادونو او مارکېټونو تلاش وکړئ. د دې خبرتیا له لارې اسلامي امارت خپلې غاړې خلاصوي او په واضح ډول درته وايي چې که له دې خبرتیا وروسته هم تجاران مالونه د پاکستان له لارې واردوي او یا یې صادروي، د ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې یې اسلامي امارت هېڅ ډول مشکل ته رسېدنه نه کوي او نه یې غږ اوري.

دوهم؛

په دې کې هېڅ شک نسته چې زموږ د صحي سکتور اساسي ستونزه او په کلني ډول د سلګونه میلیونو ډالرو د وتلو اصلي علت له پاکستان څخه د بې کیفیته دوا ورود دی. له پاکستان څخه د دوا واردوونکو څخه په ټینګار غواړم چې خپل واردات مو له نورو هېوادونو او نورو لارو څخه ترسره او ژر تر ژره له بدیلو لارو استفاده وکړئ. که چا په پاکستان کې قراردادونه یا خریدارۍ کړې وي، درې میاشتې وخت ورکول کېږي، په همدې موده کې دې خپل ټول حسابونه هلته تصفیه او کار دې را ونغاړي.

دا چې پاکستان په کراتو د سوداګرۍ پر مخ لارې تړلې، او اوس یې هم تړلې دي، له تجارتي او بشري مواردو یې سیاسي استفاده کړې او د دواړو هېوادونو تجاران او صنعت‌کاران یې متضرر کړي دي، اسلامي امارت اړ سو چې پورتنۍ پرېکړه وکړي. که پاکستان د لارو خلاصېدل غواړي، په داسې کلکو او معتبرو تضمینونو به ورسره خلاصیږي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې یې بیا ونه تړي.

درېیم؛

د مالیې محترم وزارت ته هدایت کوم چې له درېیو میاشتو وروسته له پاکستان څخه واردېدونکې دوا محصول نه کړي او هېچا ته یې د واردولو اجازه ور نه کړي.

والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته