د حضرت معاذ بن جبل (رض) ملي نظامي اکاډمۍ د اوولسمې دورې په فراغت غونډه کې د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا:
الحمدلله و کفی و السلام علی عباده الذین اصطفی اما بعد!
فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی: وَ أَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّة وَ مِنْ رِباطِ الْخَیْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللهِ وَ عَدُوَّکُمْ
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت محترمو مسؤلینو، د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) ملي دفاع پوهنتون قوماندانۍ قدرمن مشرتابه او محترمو منسوبینو، د اسلامي امارت د بېلا بېلو ادارو مسؤلینو، نوو فارغ سوو ځواکونو، د رسنیو استازو او ټولو محترمو حاضرینو ته!
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
الله تعالی مو عافیت او صحت په برخه لره.
خوشاله یم چې د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) ملي دفاع پوهنتون قوماندانۍ اړوند د حضرت معاذ بن جبل (رض) ملي نظامي اکاډمۍ د اوولسمې دورې په فراغت غونډه کې ګډون کوم.
له هر څه وړاندې ټولو فارغینو ته د دې مهمې د ورې د تکمیلولو له امله د زړه له کومې مبارکي وایم او خوښ یم چې د مسلکي زده کړو دا مهمه دوره مو په پوره اسلامي او افغاني روحیه پای ته ورسوله.
ګرانو فارغینو؛
دا روښانه ده چې د نظامي اکاډمۍ په تربیتي دوره کې تاسې ته د مسلکي زده کړو ترڅنګ د ملي دفاع، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي حاکمیت د اهمیت په اړه هم زده کړه او روحیه درکول سوې ده. مهمه دا ده چې دا روحیه او زده کړه د اسلامي او لوړو افغاني ارزښتونو د ساتنې لپاره په عمل کې ثابته کړئ او د اسلامي نظام او خاورې له لوېشت لوېشت څخه په نره دفاع وکړئ.
د اسلامي نظام او د ګران هېواد د سرلوړۍ لپاره مو پخپلو نیتونو کې اصلاح راولئ، خپل اعمال او اقوال مو خالص د الله تعالی د خوښۍ او د اسلامي نظام د تقویت لپاره وګرځوئ، تقوا اختیار کړئ او د خپلو کړیدلو او زوریدلو هېوادوالو ډېر خیال ساتئ.
قدرمنو اورېدونکو!
د تل په څېر وایم چې د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې په سیمه ییز او نړیوال مشارکت باور لري. موږ دې ته ژمن یو چې د خپلو اصولو په چوکاټ کې له هر هېواد سره مناسب تعامل ولرو. د اوږدمهاله سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره لازمه ده چې هېوادونه د یو او بل ارزښتونو او حساسو حریمونو ته درناوی ولري.
له اقتصادي ډګره زېری درکوم چې اسلامي امارت به د پانګوالو د ملاتړ او تشویق په موخه په راتلونکو څو ورځو کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په نوو سکتورونو کې د پانګونې اندازې ته په کتو له یو څخه تر پنځو کلونو پورې بشپړ مالیاتي معافیت اعلان کړي چې دا به له یوه لوري د نوو سکتورونو د پر پښو درېدو او چټک رُشد سبب وګرځي او له بل لوري به د هېواد د اقتصادي پایې په ګرځولو او خودکفایي کې د پام وړ اغېز ولري ان شاءالله. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته جدي هدایات سوي دي چې د کوچني، متوسط او لوی صنعت لپاره د ځمکو د توزیع پروسه ګړندۍ او لازم امکانات ورته برابر کړئ.
درنو هېوادوالو!
د اسلامي امارت سیاست کاذب نه دی، ننني افغانستان خپلې پالیسۍ پر هغو نهادونو بناء کړې دي چې اساس یې اسلامي شریعت دی او روح و روان یې له هغه څخه سرچینه اخلي. افغانستان نه چا ته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني. خو که څوک ناولې ارادې ورته لري، نو بیا خپل پور چا ته نه پرېږدي. تاریخ ګواه دی چې دا هېواد غوړه ګوله نه بلکې د زقوم ونه ده؛ د مُعَمَّرو امپراتوریو مرۍ یې ور ترخې کړې، نومولود ماشومان به یې هېڅکله هضم نه سي کړای.
زه دا غوره ګڼم چې د اسلامي امارت د ارزښتونو او اصولو په چوکاټ کې هېوادونه د سیاسي او اقتصادي تعامل هڅه وکړي، هغه انرژي او امکانات چې د یو او بل په تخریب ضایع کېږي، ښه ده چې د یو او بل په ملاتړ او د مشترکو ټکو په پیاوړي کولو مصرف سي.
په پای کې د حضرت معاذ بن جبل (رض) ملي نظامي اکاډمۍ له محترمو مسؤلینو او استادانو څخه ډېره مننه کوم چې په خپله برخه کې په اخلاص خدمت کوي او هیله لرم چې د دغه مهم مسؤلیت اهمیت ته پام خپلو دندو ته لا ډېر متوجې سي.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته